ټرمپ: له ایران سره په خبرو بوخت یم

انځور: AFP

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي، چې تهران او واشنګټن د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په خبرو بوخت دي، خو د هغه په باور ایران لا هم یوې هوکړې ته چمتو نه دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د جمعې په شپه (۲د زمري) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د کلنۍ ماښامنۍ پر مهال کړي او په ټينګار سره یې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي.

ټرمپ وویل: «هغوی اوس مهال له موږ سره خبرې کوي؛ هغوی غواړي یوه هوکړه وشي. زه فکر نه کوم چې هغوی چمتو وي. زما په اند، لا د هوکړې وخت نه دی رسېدلی، خو زه چمتو یم چې د هغوی خبرې واورم.»

ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې «ایران نه شي کولای اټومي وسلې ولري.»

هغه ادعا وکړه، چې د امریکا پوځ ایران ته سخت ګوزار ورکړی او د دغه هېواد پوځي وړتیا یې کمزورې کړې ده.

د امریکا ولسمشر وویل: «د ایران سمندري او هوايي ځواک له منځه تللي، ۲۵۰ نورې جنګي الوتکې له منځه وړل شوې او ۱۵۹ بېړۍ د سمندر تل ته تللې دي.»

هغه زیاته کړه: «اوس ایران رادار نه لري، ډېرې لږې بې‌پیلوټه الوتکې لري. که څه هم کله ناکله ځینې بریدونه ترسره کوي، خو ډېر امکانات ورته نه دي پاتې.»

ټرمپ وویل، د دغو ټولو اقداماتو موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه شي ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، ځکه که یې ولري، نو کار به ترې واخلي.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو خبر ورکوي، چې د ایران حکومت تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ نښته پرله‌پسې دیارلس شپې او ورځې روانه وه.

د دې نښتې پر مهال ایران د هرمز تنګی تړلی اعلان کړ او متحده ایالاتو پر ایران نوې سمندري محاصره ولګوله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته