د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، له خپل چینایي سیال وانګ يي سره په لیدنه کې ویلي، چې ټول هېوادونه مسؤلیت لري د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د زور کارولو د عادي کېدو مخه ونیسي.
د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې عراقچي دا څرګندونې د جمعې په ورځ (د اسد،۲ د زمري) په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې له وانګ يي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د راپور له مخې، عراقچي د ایران پر حیاتي زیربناوو د امریکا بریدونه وغندل او امریکا یې د «جګړهییزو جنایتونو» په ترسره کولو تورنه کړه.
هغه وویل: «ټول دولتونه مسؤلیت لري چې د ملګرو ملتونو د منشور د بنسټیزو اصولو د کمزوري کېدو او په نړیوالو اړیکو کې د زور کارولو د عادي کېدو مخه ونیسي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په هرمز تنګي او سیمه کې اوسنی ناامن وضعیت «یوازې د امریکا د ژمنو ماتولو او د اسلاماباد د تفاهملیک د پنځم بند له مخې د ایران د ژمنو د پلي کېدو په بهیر کې د خنډ رامنځته کولو پایله» وبلله.
ایرنا لیکلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خپل هېواد د «هر ډول مرستې» چمتووالی څرګند کړی دی.
چین او روسیه د ایران اقتصادي او سیاسي شریکان بلل کېږي او په ځینو راپورونو کې د ایران تخنیکي او پوځي ملاتړي هم ګڼل شوي دي.
خو د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ وایي، چې دغه دوه هېوادونه د امریکا او ایران په روانه جګړه کې هېڅ ډول لاسوهنه نه لري او له ایران څخه ملاتړ نه کوي.
ټرمپ پرون په ټروت سوشل ټولنیزه شبکه کې ولیکل، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته ویلي، چې په هېڅ صورت به ایران ته وسلې ورنه کړي.
هغه زیاته کړه: «دا دوه ستر هېوادونه، چې ډېری وخت د ایران په تړاو یې نوم اخیستل کېږي، په دې موضوع کې هېڅ ګډون نه لري. که داسې کار وکړي، د هغوی لپاره به ډېرې بدې پایلې ولري او هېڅکله به یې په ګټه نه وي.»
