د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په سره سمندر کې د بابالمندب تنګي ته نږدې د سعودي عربستان پر نفتلېږدوونکو بېړیو د یمن د حوثیانو بریدونه وغندل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په عربي ژبه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، طالبان د نړیوالو سمندري لارو د خوندیتوب، د بېړیو د تګراتګ د ازادۍ د تضمین، د نړیوالې سوداګرۍ د خوندي او روان بهیر او د هر ډول ګواښ او ګډوډۍ د مخنیوي ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، طالبان له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې تر ټولو لوړه کچه زغم وښيي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې کړکېچ نور هم زیاتولی شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي، دا ډله له ټولو لورو غواړي چې خپل اختلافونه د خبرو اترو او سولهییزو لارو حل کړي، څو د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وشي.
د یمن حوثیانو له سعودي عربستان سره د سمندري محاصرې تر اعلان وروسته، په سره سمندر کې د دې هېواد پر دوو نفت لېږدوونکو بېړیو بریدونه وکړل.
د دغو بریدونو په غبرګون کې د سیمې ډېرو هېوادونو دا بریدونه غندلي دي.
د یمن د حوثیانو له لوري پر سعودي عربستان د سمندري محاصرې اعلان او د ایران له خوا د هرمز تنګي دوامداره تړل کېدو، د نړۍ په بازارونو کې د نفتو بیه یو ځل بیا د هر بېرل له ۱۰۰ ډالرو څخه لوړه کړې ده.
