په امریکا کې د فدرالي حکومت د مېشتولو یوې ادارې له سلګونو افغان پناهغوښتونکو څخه د دقیقو معلوماتو د راټولولو او مرکو پیل، دا اندېښنه راپارولې چې ښايي د دغو مرکو ګډونوال په راتلونکي کې د ایستلو (اخراج) په نوملړ کې شامل شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې (جمعه، ۲ د زمري) په یوه راپور کې ویلي، چې په دې لړۍ کې له ۸۰۰ افغان پناهغوښتونکو سره د ټیلیفوني اړیکو له لارې مرکې کېږي، څو د هغوی د هویت او د استوګنې د وضعیت اړوند پوښتنلیکونه بشپړ شي.
د راپور له مخې، د فدرالي حکومت د پناهغوښتونکو د مېشتولو یوې ادارې «په چوپتیا» د ۸۰۰ افغان پناهغوښتونکو د استوګنې د وضعیت او نورو دقیقو معلوماتو د راټولولو بهیر پیل کړی دی.
د پناهغوښتونکو ملاتړي بنسټونه اندېښنه لري چې راټول شوي معلومات به په راتلونکي کې د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو، په ځانګړي ډول د اخراج لپاره، وکارول شي.
د (ایچآیایاس) د پناهغوښتونکو د مېشتولو ډلې مشرې، بیت اوپنهایم، په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «دا افغان پناهغوښتونکي له هغو تر ټولو زیانمنونکو ډلو څخه دي چې نږدې ټولې لارې یې تړل شوې دي او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو هیله یې ورځ تر بلې کمېږي. د دې خلکو د معلوماتو د راټولولو مفکوره هغه څه ده چې د دوی باور له منځه وړلی شي.»
واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت اړوند د کډوالو او بېځایه شویو دفتر )اوآرآر) او همداراز د کورني امنیت وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغان ایواک ( افغان ایواک) بنسټ مشر، شان وندایور، هم ویلي چې د افغان پناهغوښتونکو د نوې مرکې له بهیره اندېښنه لري.
هغه ویلي: «دا اندېښنه شته چې ښايي راټول شوي معلومات په راتلونکي کې د اخراج لپاره وکارول شي.»
ونډایور زیاته کړې: «که فدرالي حکومت غواړي د افغان کورنیو وضعیت وارزوي، دا کار کولای شي پرته له دې وکړي چې دا بهیر په یوه پټه د اخراج په عملیاتو بدل کړي.»
د دې بهیر په اړه باخبره سرچینو ویلي، مرکې به د روان میلادي کال د اګست تر اوومې نېټې دوام وکړي او هغه کسان به په نښه کړي چې په امریکا کې لنډمهاله استوګنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، تېر کال په واشنګټن کې پر دوو ملي ګارډ سرتېرو د یوه افغان پناهغوښتونکي له برید وروسته، د افغانستان پر اتباعو د سفر پراخ بندیز ولګاوه.
د ټرمپ د نوې کډوالۍ پالیسۍ له مخې، د شاوخوا ۱۲ زره افغان پناهغوښتونکو د لنډمهاله خونديتوب وضعیت، چې په امریکا کې یې د کار او ژوند اجازه لرله، هم لغوه شو.
یوازې هغه افغانان تر خونديتوب لاندې پاتې شول چې د جمهوري نظام تر سقوط او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د تخلیې د ځانګړي پروګرام له لارې امریکا ته لېږدول شوي وو، خو د هغوی د دوسیو د بیا ارزونې بهیر هم پیل شوی دی.
