اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د ننګرهار لپاره د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (AJSC) استازی عزیزالله عزیز نیولی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې عزیزالله عزیز نن سهار (جمعه، ۲ د زمري) په غني خېلو ولسوالۍ کې د امرالمعروف محتسبینو داسې مهال نیولی، چې په کور کې یې د ښادۍ (واده) پروګرام و.
د سرچینې په وینا، امربالمعروف محتسبینو د هغوی په کور چاپه وهلې، د موسیقۍ غږولو وسایل یې تري وړي او عزیزالله عزیز یې له لفظي شخړې وروسته له ځانه سره بېولی او لاتراوسه په نظارت خانه کې دی.
ننګرهار کې طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او څو ځله یې خبریالان نیولي، بندیان او شکنجه کړي دي.
