د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي، چې هېواد یې له هر هغه نوښت څخه ملاتړ کوي چې د «یو امن، باثباته، پرمختللي، له ترهګرۍ پاک او ټولګډونه حکومت لرونکي افغانستان» د رامنځته کېدو لامل شي.
عراقچي دا څرګندونې نن (جمعه، ۲ د زمري) د قرغزستان په کوربهتوب د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د وینا پرمهال کړي او زیاته کړې یې، چې د افغانستان وضعیت لا هم د دې سازمان د غړو هېوادونو لپاره د امنیت او پراختیا له مهمو ګډو موضوعاتو څخه دی.
هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې ثبات او امنیت نه یوازې د دې هېواد د خلکو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ټینګار سره ویلي، د ترهګرۍ، افراطیت، د مخدره موادو قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او بشري ننګونو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه د سیمې د هېوادونو نږدې، همغږې او دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې.
عراقچي همداراز د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ او نښتو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
ایران د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دې ډلې سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، خو لا هم ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي.
