په کندهار کې سیمه ییزې سرچینې وایي، طالبانو د تېر حکومت پرمهال د دغه ولایت د پولیسو د دویمې حوزې امر، حضرتالله حاجي ورور اچکزي جسد ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د سپین بولدک له لارې یې له پاکستان څخه کندهار ته انتقال کړي.
سرچینې نن (سه شنبه، ۲۷ د زمري) ویلي، د یاد نظامي کورنۍ غوښتل چې د هغه جسد کندهار ته د خښولو (دفن) لپاره ولېږدوي، خو طالبانو د سپینبولدک په دروازه کې د جنازې د لېږد مخنیوی کړی.
د سرچینې په وینا، د اچکزي کورنۍ د کندهار په «لویې ویالې» سیمه کې د خپلې کورنۍ په هدیره کې د هغه قبر هم چمتو کړی و، خو طالبانو اجازه ورنه کړه چې دغه پخوانی قوماندان په کندهار کې خاورو ته وسپارل شي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، د طالبانو او د وژل شوي نظامي د کورنۍ ترمنځ له ناندریو وروسته د نوموړي جسد د چمن ښار په «ابتو» کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.
کندهار کې طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
حاجي ورور اچکزی د کندهار د پولیسو د پخواني قوماندان جنرال عبدالرازق له نږدې کسانو څخه و او د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د طالبانو له وېرې کوټې ته تللی و او هلته یې ژوند کاوه.
نوموړی څو ورځې وړاندې د پاکستان په کوېټه ښار کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی و. تر اوسه د دغه پخواني پوځي د وژنې انګېزه او عاملان نه دي روښانه شوي.
