د کابل په لویدیځ کې په یوه ښوونځي چاودنه؛ ۳۵ ټپیان روغتون ته انتقال شوي

HOSHANG HASHIMI / AFP

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وایي، د کابل په لویدیځ کې د یوه ښوونځي په انګړ کې د پرونۍ چاودنې له امله ۳۵ ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

دغه روغتیايي مرکز نن (سې‌شنبه، ۲۷ د زمري) په یوه بیان کې ویلي، ټول ټپیان د ۱۰ تر ۱۴ کلونو عمر لرونکي ماشومان دي.

په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون مشر دژان پانیک ویلي: «د دوشنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل امبولانسونو موږ ته خبر راکړ چې یوه پېښه شوې او ګڼ شمېر ناروغان به زموږ روغتیايي مرکزونو ته انتقال شي. وروسته معلومه شوه چې چاودنه شوې ده او ټول ناروغان د چاودنې د ترکشونو له امله ټپیان شوي وو. لږ تر لږه درې تنو یې جراحي درملنې ته اړتیا لرله.»

پرون (دوشنبه، ۲۶ د زمري) شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند د مهدیه ښارګوټي په سیمه کې د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي په انګړ کې چاودنه شوې وه.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې کله زده‌کوونکي له ټولګیو رخصت شوي وو، له مقابلې کوڅې څخه د ښوونځي انګړ ته لاسي بم غورځول شوی دی.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند هم د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې یو شمېر ماشومان ټپیان شوي دي.

خالد زدران ویلي چې چاودنه د یوه لاسي بم د غورځولو له امله رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۲ ماشومان ټپیان شوي دي.

د دغو ټپیانو له ډلې یوازې ۱۷ تنه یوه خصوصي روغتون ته انتقال شوي او ځینې نور ټپیان په برچي کې نورو خصوصي روغتونونو ته وړل شوي دي.

ټپیان شوي ماشومان نجونې او هلکان دي.

تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي په اړه کره جزیات نه دي خپاره شوي او هېڅ ډلې یا کس د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې د کابل د لویدیځ په هزاره مېشتو سیمو کې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه څو ځله د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د دغو بریدونو ډېری مسوولیتونه داعش ډلې منلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته