د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې سیمهییزې سرچینې وايي، یوه شپږ کلنه نجلۍ د شاوخوا ۲۰۰ زره کلدارو په بدل کې له یوه ۶۰ کلن سړي سره نکاح شوې وه.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د یوه نشهيي توکو روږدي کس له لوري شوې چې خپله شپږ کلنه لور یې یاد ۶۰ کلن سړي ته په نکاح ورکړې وه.
د نجلۍ پلار هم منلې چې خپله لور یې له ۶۰ کلن سړي سره په نکاح کړې ده.
په همدې حال کې، د هلمند سیمهییز مسوولین وايي، چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر اړوند کسانو سیمې ته له ورتګ وروسته، دغه نکاح لغوه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم په هلمند کې د یوه ۸۰ کلن سړي او یوې اته کلنې نجلۍ د نکاح راپورونه خپاره شوي وو.
