په نیمروز کې د دوو ځوانانو مړي موندل شوي

Oplus_131072

سیمه‌ییزې سرچینې په نیمروز ولایت کې وايي چې د دغه ولایت د دلارام ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د دوو ځوانانو مړي موندل شوي دي.

سرچینو «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي چې د «ایمل‌خان» په نوم د یوه ځوان مړی پرون دوشنبه، د سنبلې په ۹مه، له غرمې وروسته د دلارام ولسوالۍ په مرکز کې د «خالي نمرو» په سیمه کې موندل شوی دی.

د سرچینو په وینا، په ورته پېښه کې د «قدرت‌الله» په نوم د یوه بل ځوان مړی هم د همدې ولسوالۍ اړوند د «بازار شاه» ته څېرمه له یوې غونډۍ څخه موندل شوی دی.

یوه سیمه‌ییزه سرچینه وايي، ایمل‌خان او قدرت‌الله «په مرموز ډول» وژل شوي دي.

په نیمروز کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دغو دوو ځوانانو د وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم په افغانستان کې د مرموزو وژنو په اړه کلني مشخص ارقام نشته، خو په وروستیو کلونو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه هره اوونۍ د څو مرموزو وژنو راپورونه ورکول کېږي. طالبان په ډېری مواردو کې د دغو پېښو د څېړنې او د قضیو د برخلیک په اړه خلکو ته معلومات نه ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته