پزشکیان دغه څرګندونې نن، سهشنبه د وږي په ۱۰مه، د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۵مه غونډه کې کړې دي.
د ایران ولسمشر ویلي، «د اسلاماباد تفاهملیک» چې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوی او د غبرګولي په ۲۸مه لاسلیک شوی و، له دوو اوونیو ډېر دوام ونه کړ.
پزشکیان ویلي: «د امریکا هغه ژمنه چې د دغه هېواد د ولسمشر لاسلیک یې په پای کې درلود، له دوو اوونیو کمه موده دوام وکړ او وروسته د امریکا له لوري له خپلو ژمنو سرغړونه او له حده زیاتې غوښتنې پیل شوې، چې لا هم دوام لري.»
هغه زیاته کړې: «که امریکا د تفاهملیک په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته بېرته وګرځي، د ایران اسلامي جمهوریت به هم سمدستي متقابل اقدام وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلاماباد تفاهملیک د ایران او امریکا د ولسمشرانو له لوري لاسلیک شوی و. ټاکل شوې وه چې د وروستي توافق لپاره تخنیکي مذاکرات پیل شي، څو د ایران او امریکا ترمنځ جګړه په دایمي ډول پای ته ورسېږي، د هرمز تنګي وضعیت د جګړې له پیل مخکې حالت ته وګرځي او د امریکا له لوري پر ایران لګېدلی سمندري محاصره پای ته ورسېږي.
خو د دغه تفاهملیک له پرلهپسې نقض او د دواړو لورو له لوري د هغه د نه عملي کولو له رسمي اعلان وروسته، پوځي نښتې هم پیل شوې. د هرمز تنګی ناامنه شو او پر ایران لګېدلې سمندري محاصره وغځول شوه.
د مستقیمو نښتو له یوې میاشتې ځنډ وروسته، امریکا پرون یو ځل بیا د ایران په جنوب کې پر لارک ټاپو برید وکړ. په ځواب کې ایران په اردن کې د امریکا دوه پوځي اډې د توغندیزو بریدونو هدف وګرځولې.
