د هوا پېژندنې نړیوال سازمان (WMO) وړاندوینې ښيي چې تر ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ میاشتې پورې د النینو د دوام احتمال «په استثنايي ډول لوړ او نږدې ۱۰۰ سلنه» دی.
دا لومړی ځل دی چې د هوا پېژندنې نړیوال سازمان داسې وړاندوینه په دومره څرګندو ټکو خپروي.
النینو د استوا په سیمه کې د ارام سمندر په مرکزي او ختیځو برخو کې د سمندر د سطحې د تودوخې له زیاتېدو سره مشخصېږي. دا پدیده معمولاً په هرو دوو تر اوو کلونو کې یو ځل رامنځته کېږي او شاوخوا ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې دوام کوي.
دغه پدیده په ځینو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو د زیاتېدو او په نورو سیمو کې د وچکالۍ او تودوخې د لا ډېرېدو لامل کېدای شي.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان ویلي چې تمه ده النینو په راتلونکو میاشتو کې لا پیاوړی شي او ډېرې لوړې کچې ته ورسېږي او د روان میلادي کال په وروستیو کې خپل اوج ته ورسېږي؛ خو د دې پدیدې اقلیمي اغېزې به تر ۲۰۲۷ کال پورې دوام وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي: «النینو زموږ د سترګو په وړاندې د پراخېدو په حال کې دی. ساینس د شک لپاره هېڅ ځای نه پرېږدي؛ زموږ سیاره ناپېژندل شوو اوبو ته ننوتې او دغه اوبه لا تودېږي. د سمندرونو د سطحې تودوخه لوړېږي، د هوا تودوخه هماغسې په زیاتېدو ده او نړۍ د سختو هوايي پېښو د خطر په سیمه کې ده. اوس د زیاتېدونکو خطرونو او د اقلیمي اقداماتو او د خلکو د ساتنې لپاره زموږ د ژمنتیا ترمنځ سیالي روانه ده. موږ باید په دې سیالۍ کې بریالي شو.»
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان سرمنشي سلسته ساولو ویلي: «النینو په هسپانوي ژبه کې د کوچني هلک معنا لري؛ خو دا پدیده کولی شي د نړۍ پر ټولنو او اقتصادونو ستره ضربه وارد کړي. موږ همدا اوس د وچکالیو او سېلابونو له امله رامنځته شوې ګډوډي او ویجاړۍ وینو او تمه لرو چې د النینو له پیاوړي کېدو سره به دغه اغېزې هم زیاتې شي.»
هغې زیاته کړې: «دغه استثنايي النینو استثنايي چمتووالي او غبرګون ته اړتیا لري. د هوا پېژندنې نړیوال سازمان د ۵۰ کلن تاریخ په اوږدو کې مو هېڅکله داسې پراخ بسیج نه دی پیل کړی چې له ملي هوا پېژندنې او هایدرولوژۍ ادارو سره په ګډه ترسره شي؛ هغه ادارې چې د وړاندوینو او خدماتو په وړاندې کولو او د انسانانو د ژوند او معیشت په ژغورلو کې په لومړۍ کرښه کې دي.»
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د استوا په سیمه کې د ارام سمندر په مرکزي او ختیځو برخو کې د سمندر د سطحې تودوخه، چې د النینو د رامنځته کېدو اصلي سیمه ده، اوس مهال د منځنۍ کچې په پرتله د پام وړ لوړه ده.
د دغه سازمان په وینا، د جولای له وروستیو څخه د اګست تر منځنیو پورې د استوا په سیمه کې د ارام سمندر په مرکزي او ختیځو برخو کې د سمندر د سطحې تودوخه د منځنۍ کچې په پرتله شاوخوا ۲.۲ تر ۲.۶ درجې سانتيګراد لوړه ثبت شوې، چې د دې پدیدې د لا پیاوړي کېدو ښکارندويي کوي.
د دغه سازمان په وینا، د سمندر د سطحې لاندې لا هم شدیده تودوخه موجوده ده. په ځینو سیمو کې د جولای او اګست په لومړیو کې د سمندر د اوبو د لاندېنیو طبقو تودوخه د منځنۍ کچې په پرتله له ۸ درجې سانتيګراد څخه هم لوړه وه.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان ویلي چې د سمندر پر سطحه او د هغې لاندې موجود دغه شرایط په ګډه د النینو د دوام او په راتلونکو میاشتو کې د دې پدیدې د لا پیاوړي کېدو د احتمال لپاره قوي شواهد وړاندې کوي.
النینو او لا نینیا د نړۍ پر اقلیمي نظام د اغېز کوونکو تر ټولو پیاوړو طبیعي عواملو له ډلې دي. یوه ډېره شدیده النینو پېښه په ډېرو سیمو کې د بارانونو، تودوخې او د هوا د دوران په کچه کې د پام وړ بدلونونو احتمال زیاتوي.
خو یوازې د النینو شدت نه شي ټاکلی چې په یوه ځانګړي هېواد یا سیمه کې به یې اغېزې تر کومې کچې شدیدې وي.
د دې پدیدې اغېزې د موقعیت او موسم له مخې توپیر کوي. سربېره پر دې، نور اقلیمي عوامل، لکه د هند او اطلس سمندرونو شرایط، هم کولی شي د النینو اغېزې بدلې کړي.
