د خوست د طالبانو د والي ویاند، مستغفر ګربز، وايي چې د دې ډلې ځواکونو یو سړی نیولی چې خپله مېرمن او شپږ میاشتنی ماشوم یې وژلي وو.
د هغه په وینا، دغه کس تېره پنجشنبه شپه شاوخوا ۱۱ بجې په خپل کور کې د کلاشینکوف په وسیله خپله ۲۲ کلنه مېرمن او شپږ میاشتنی ماشوم وژلي او له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی و.
ګربز ویلي، نیول شوي کس په لومړنیو څرګندونو کې د خپلې مېرمنې او ماشوم د وژلو اعتراف کړی دی.
د خوست د طالبانو د والي ویاند د دې وژنې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي چې د کورني تاوتریخوالي، بې وزلۍ او بېکارۍ له امله د رامنځته شويو رواني فشارونو په توګه یې یادونه شوې ده.
