د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت ویلي چې د طالبانو له لوري پر تګراتګ او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونه جدي پایلې لري، په ځانګړي ډول پر ماشومانو.
د بنت په راپور کې د هلمند د یوې ښځې له قوله ویل شوي چې هغې د محرم نه لرلو له امله خپله لور له لاسه ورکړې ده.
په راپور کې د دغې ښځې له قوله راغلي: «لور مې ټوله شپه ناروغه وه. مېړه مې په کور کې نه و چې له ما سره روغتون ته ولاړ شي. کله چې مو هغه روغتون ته ورسوله، ډېر ناوخته شوی و. خپله لور مې د محرم نه لرلو له امله له لاسه ورکړه.»
طالبانو ښځې له محرم پرته روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي منع کړې دي.
ریچارد بنت ویلي چې افغانستان لا هم د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا په برخه کې له اوږدمهاله بحران سره مخ دی؛ هغه بحران چې د اوږدمهاله خوارځواکۍ، د روغتیايي نظام د کمزورتیا او روغتیايي او وقایوي خدمتونو ته د کافي لاسرسي د نشتوالي له امله رامنځته شوی دی.
د نوموړي په وینا، په دې وروستیو کې د مالي سرچینو کمښت، د بشري مرستو کموالی او جنسیتي محدودیتونه چې د بشري مرستو د رسوونکو بنسټونو پر فعالیتونو یې اغېز کړی، دغه وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې پر طبي زدهکړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره د قابلګۍ او نرسنګ پر زدهکړو سختو محدودیتونو د روغتیايي برخې حیاتي بشري سرچینې کمزورې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د ښځو پر تګراتګ د محدودیتونو ترڅنګ دغه وضعیت روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی لا پسې محدودوي.
طالبانو په داسې حال کې نجونې له زدهکړو، د طبي زدهکړو په ګډون، منع کړې دي چې افغانستان د ښځینه ډاکترانو له کمښت سره مخ دی. د راپورونو له مخې، اوس مهال په ځینو سیمو کې ښځینه متخصصې ډاکترې نشته.
په ورته وخت کې، طالبانو د ښځینه ناروغانو درملنه هم د نارینه ډاکترانو له لوري منع کړې ده.
