د «آکسیوس» شبکې د دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان هغه غوښتنه رد کړې چې پر یمن کې د حوثیانو پر ضد دې بریدونه ترسره شي.
آکسیوس په خپل راپور کې لیکلي چې بن سلمان پرون (پنجشنبه، د وږي ۱۹مه) دوه ځله له ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې او له هغه یې غوښتنه کړې چې د حوثیانو پر ضد بریدونه پیل کړي.
د دغه رسنۍ د راپور له مخې، ټرمپ دا غوښتنه رد کړې ده. امریکايي چارواکو ویلي: «د امریکا حکومت اوس مهال د حوثیانو پر ضد د مستقیم پوځي اقدام پلان نه لري.»
تر اوسه سپینې ماڼۍ او په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
آکسیوس لیکلي چې متحده ایالات په یمن کې د جګړې د چټک پراخېدو له امله «سخت اندېښمن» دي. دغه هېواد هڅه کوي چې له مستقیم پوځي مداخلې ډډه وکړي، خو په ورته وخت کې له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ زیاتوي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان، براډ کوپر، پرون وروسته له هغې سعودي عربستان ته سفر وکړ چې حوثیانو د مخا بندري ښار ونیو.
خو امریکايي پوځي او ملکي چارواکو خپلو سعودي سیالانو ته ویلي چې د ټرمپ لارښوونه دا ده چې «امریکايي ځواکونه پر ایران او د هرمز تنګي پر خوندي ساتلو متمرکز پاتې شي» څو له یوې بلې پوځي جبهې له پرانیستل کېدو ډډه وشي.
