د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي چې دغه پېښه پر بشریت ترهګریز برید و.
د ملګرو ملتونو سرمنشي نن (جمعه، د وږي ۲۰مه) پر «اېکس» ټولنیزې شبکې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو پر نړۍ تلپاتې اغېز کړی دی.
انتونیو ګوترش لیکلي: «نیویارک ښار له څو لسیزو راهیسې د ملګرو ملتونو د مرکزي دفتر کوربه دی او زما د ډېرو همکارانو او همدارنګه زما لپاره د کور حیثیت لري. ۲۵ کاله وړاندې، د سپټمبر د ۱۱مې وحشتناکو ترهګریزو بریدونو، چې په حقیقت کې پر بشریت برید و، د زرګونو کسانو ژوند واخیست او زموږ پر نړۍ یې تلپاتې اغېز وکړ.»
هغه د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
نن د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو ۲۵مه کلیزه ده؛ هغه بریدونه چې د القاعدې شبکې یې مسوولیت ومانه.
۲۵ کاله وړاندې په همدې ورځ، د القاعدې ۱۹ غړو د «امریکن ایرلاینز» او «یونایټډ ایرلاینز» څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. دوه الوتکې د نیویارک ښار د نړیوال سوداګریز مرکز پر برجونو ولګېدې، یوه الوتکه پر پنټاګون ولګېده او څلورمه الوتکه د پنسلوانیا په ایالت کې ولوېده.
په دغو بریدونو کې ټولټال ۲۹۷۷ کسان، له بریدګرو پرته، ووژل شول او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مستقیم مالي زیان واوښت.
د بریدونو پر مهال د القاعدې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې و. له القاعدې څخه د طالبانو ملاتړ او د بن لادن د سپارلو په اړه د متحده ایالاتو د غوښتنې ردولو په پایله کې امریکا پر افغانستان برید وکړ او طالبان یې له واکه راوپرځول.
