د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر له طالب چارواکي سره وکتل

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر عرفات جمال افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر، سره لیدلي دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت نن (جمعه، د وږي ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې عرفات جمال او عبدالکبیر د افغان کډوالو د ستونزو او له کوربه هېوادونو سره د څو اړخیزو ناستو په اړه خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر ویلي چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت په سویس کې د یوې نړیوالې غونډې په څنډه کې د افغان پناه‌غوښتونکو د ستونزو د حل او د هغوی د جبري ایستلو په اړه خبرې وشي.

هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له ایران سره هم هوکړې ته رسېدلې چې د افغان کډوالو د ستونزو د څېړلو او حل په موخه به په کابل کې درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

د عرفات جمال په وینا، په دې درې اړخیزه غونډه کې به د ایران، ملګرو ملتونو او طالبانو استازي ګډون وکړي.

هغه ویلي چې ملګرو ملتونو د افغان پناه‌غوښتونکو د ستونزو د حل لپاره هڅې پیل کړې او د اړینو مالي سرچینو د برابرولو لپاره یې هم یو پلان چمتو کړی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر، ویلي چې «د راستنېدونکو لپاره اړینې مرستې او همکارۍ» برابرې شوې دي.

هغه د افغان پناه‌غوښتونکو په اړه د ناستو جوړېدل ستایلي او دغه ناستې یې «اغېزمنې او مهمې» بللې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۳.۹ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. همدارنګه یو شمېر اروپايي هېوادونو، د جرمني او اتریش په ګډون، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم پیل کړی دی.

ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې څو ځله ټینګار کړی چې راستنېدونکي له افغانستان ته له رسېدو وروسته له سختو شرایطو سره مخ دي. دوی سرپناه او بنسټیزو خدمتونو، لکه زده‌کړو، کاري فرصتونو، روغتیايي خدمتونو او حتا پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نه لري. ملګري ملتونه وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نړیوالو مرستو کمېدو هم د بېرته راستنو شویو کډوالو د ستونزو د حل بهیر لا ستونزمن کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته