په نورستان کې نښته؛ طالبانو په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړ

Hafiz Zia Ahmad

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړی او د «ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه د نورستان پر لوري د وسله‌والو ورانکارو عناصرو د ننوتلو» په اړه یې خپل اعتراضي لیک هغه ته سپارلی دی.

دغه وزارت نن (سه‌شنبه، د تلې ۷مه) ویلي چې طالبان «په پاکستان کې د پوځي رژیم تر کنټرول لاندې سیمو کې د ورانکارو عناصرو د جذب، تنظیم، روزنې او تجهیز لپاره د زمینه برابرولو او وروسته د پاکستان د پوځ له لوري د هغوی د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د رهبري او لېږدولو چارې په کلکه غندي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې «د پاکستان د پوځي رژیم دا اقدامات د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی او له اسلامي، نړیوالو، بشري او حسن ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي.»

دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د دا ډول «غیرمسوولانه او بې‌پروا اقداماتو» دوام او د هغو ناوړه پایلې به په بشپړه توګه د پاکستان د پوځي رژیم پر غاړه وي.

د «افغانستان د ازادۍ جبهې» دوه ورځې مخکې د نورستان د کامدېش ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې خبر ورکړی و. دې جبهې ادعا کړې وه چې په دغه نښته کې د طالبانو ۳۷ غړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت هم دغه نښته تایید کړې او په کې ښکېل کسان یې «داعشي فتنه‌ګر او د شر او فساد عناصر» بللي دي. دغه وزارت ویلي چې یاد کسان له پاکستانه افغانستان ته لېږل شوي وو.

د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړې چې د طالبانو د ځواکونو د بریدونو په پایله کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۳۲ نور نیول شوي دي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د طالبانو د دفاع وزارت ادعا رد کړې او هغه یې «بې‌ځایه او بې‌اساسه» بللې ده. دغه وزارت ویلي چې په دې نښته کې د پاکستان د لاس لرلو لپاره هېڅ ډول شواهد نه شته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته