د ننګرهار امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ لپاره طالب ویاند سید طیب حماد ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته (سهشنبه، د تلې ۷مه) د خوږیاڼو ولسوالۍ په «زاوې» سیمه کې هغه مهال شوې چې ماشومانو له یوې پخوانۍ هاوان مرمۍ سره لوبې کولې.
د حماد په خبره، مرمۍ د ماشومانو د ټکولو پر مهال چاودېدلې او له امله یې درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې ټپي ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
له دې څه موده وړاندې د هیلوترس موسسې په نوم یو بنسټ په افغانستان کې د ۶۵ کیلومټر مربع ځمکه د ماینونو په پوښلو کې د ځنډ خبر ورکړی و، چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې هره ورځ د ناچاوده توکو له امله د پېښو رامنځته کیدو راپورونه ورکول کیږي.
