پر ماشومانو جنسي تېری او ناوړه ګټه اخیستنه؛ افغان تبعه په امریکا کې په ۳۵ کاله بند محکوم شو

یو افغان تبعه په امریکا کې د کم عمره نجونو پر جنسي تېري او له هغوی څخه د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې په قضیه کې مجرم پېژندل شوی او په ۳۵ کاله بند محکوم شوی دی.

د ټکساس د شمالي ولسوالۍ د امریکا د څارنوالۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس «بادشاه ساهي» نومېږي او په ۲۰۲۱ کال کې د «ایستلو بهیر» پر مهال، له دقیقې امنیتي پلټنې پرته امریکا ته داخل شوی و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې بادشاه ساهي په درېیو قضیو کې، چې له کم عمره نجونو سره جنسي تېری، جنسي تعرض او ناوړه ګټه اخیستنه، او له ماشومانو څخه د جنسي محتوا تولید او ساتل پکې شامل دي، مجرم پېژندل شوی دی.

بادشاه ساهي د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه نیول شوی و او له هغه وروسته یې د اپرېل په میاشت کې پر ځان لګېدلي تورونه منلي وو. د هغه د بند حکم د سپټمبر په ۲۹مه صادر شوی دی.

د محکمې د اسنادو له مخې، ساهي د ټکساس ایالت د ارلینګټن ښار له خپل استوګنځي څخه له یوې ۱۴ کلنې نجلۍ سره اړیکه لرله.

د قضیې څېړونکو ویلي، ساهي به دغه کم عمره نجلۍ د فورني ښار له خپل کور څخه په موټر کې پورته کوله او بېلابېلو ځایونو ته به یې وړله، څو پرې جنسي تېری وکړي.

همداراز، د تخنیکي څېړنو له لارې ترلاسه شوي شواهد او اسناد ښيي چې ساهي په ټکساس کې له یوې ۱۵ کلنې نجلۍ سره په «سن مارکوس» ښار کې هم اړیکه لرله.

د څارنوالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ساهي د دغې نجلۍ د استوګنې ځای ته تللی او پر کم عمره نجلۍ له جنسي تېري وروسته یې له پېښې څخه ویډیو هم اخیستې ده.

د ساهي د نیول کېدو پر مهال د هغه د ګرځنده ټیلیفون پلټنې د ماشومانو د جنسي استثمار ګڼ شمېر انځورونه او ویډیوګانې موندلې دي.

د ساهي د ټیلیفون امنیتي پلټنو ښودلې چې نوموړي د بلوغ عمر ته نه رسېدلې یوې نجلۍ جنسي انځورونه ترلاسه او ساتلي وو او له نورو کم عمره کسانو سره یې هم په انلاین فضا کې اړیکې لرلې.

په لږ تر لږه یوه قضیه کې، ساهي د «روبلاکس» انلاین لوبې له لارې یوه ۱۰ کلنه نجلۍ اړ کړې وه چې د هغه د غوښتنې مطابق له ځان څخه جنسي محتوا جوړه او ورته واستوي.

په دې قضیه کې ګڼ شمېر امنیتي، عدلي او قضايي بنسټونه ښکېل وو.

د امریکا څارنوال راین ری‌بولډ ویلي: «دا دروند حکم یو څرګند پیغام لري؛ د ماشومانو جنسي ښکار کوونکي به د ټکساس په شمالي ولسوالۍ کې خوندي پناه ځای ونه مومي. موږ به یې پیدا کړو.»

هغه زیاته کړې چې د ماشومانو د ساتنې لپاره د دوی ژمنتیا مطلقه ده او هیله لري چې دغه پایله به د هر هغه چا لپاره څرګند مخنیوی وي چې د ورته جرمونو د ترسره کولو نیت لري.

په دالاس کې د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې د ځانګړو مامورینو سرپرست انټوین جونز، بادشاه ساهي د ماشومانو پر وړاندې «خطرناک جنسي مجرم» بللی او ویلي یې دي چې نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال، له دقیقې پلټنې او ارزونې پرته او د بې‌احتیاطۍ له امله امریکا ته داخل شوی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته