د ازبېکستان د سفارت د مرستیال بهادر تاشمانوف په مشرۍ ۱۴ کسیز پلاوي غزني ته سفر کړی او د طالبانو د والي ملا وليجان حمزه او یو شمېر سیمهییزو مسوولینو سره یې لیدلي دي.
د غزني ولایت مقام وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.
دغه پلاوي د غزني له یو شمېر تاریخي ځایونو، په ګډون د حکیم سنایي غزنوي له مقبرې، د ابوریحان البیروني له مزار، د سلطان محمود غزنوي له مقبرې، باباجي جومات او د غزني له منارو څخه هم لیدنه کړې ده.
