د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، روسیې او اوکراین د انرژۍ په برخه کې له اوربند سره موافقه کړې ده.
د امریکا ولسمشر نن ماښام (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) په خپل ټولنیز حساب «تروت سوشیل» کې لیکلي: «له همدې شېبې د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې د انرژۍ په برخه کې اوربند پلی شوی دی. دواړو لورو ورسره موافقه کړې ده.»
ټرمپ له دواړو لورو غوښتي چې دغه اوربند مات نه کړي.
تر اوسه د روسیې او اوکراین چارواکو د دغه اوربند په اړه څه نه دي ویلي.
ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې د روسیې پر انرژۍ زېربناوو د اوکراین پر بریدونو سختې نیوکې کړې دي او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یې په دغه هېواد کې د سولې پر وړاندې خنډ بللی دی.
نوموړي همداراز له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره تر خبرو وروسته ویلي وو، چې روسیې امریکا ته د ډیزلو د پلورلو موافقه کړې ده؛ هغه موضوع چې د اوکراین له نیوکو سره مخ شوې وه.
