د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) نن اعلان کړی چې په جیبوتي کې د ۳۵۰ کډوالو د لېږدونکې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۰۹ کسان، چې ۱۵ ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي او تر ۱۱۶ ډېر نور لا هم ورک دي.
د کښتۍ د ژغورل شویو کسانو په وینا، دغه کښتۍ له جیبوتي څخه د یمن پر لور روانه وه چې د اکتوبر له اتمې څخه تر نهمې نېټې د شپې په اوږدو کې د اوبوک ښار شمال ته، د ګوهیره سیمې ته نږدې ډوبه شوه.
د هغو ۱۰۹ کسانو له مړو څخه چې تر اوسه موندل شوي، ۵۲ نارینه، ۴۲ ښځې او ۱۵ ماشومان دي. په ماشومانو کې نهه نجونې او شپږ هلکان شامل دي. له ۸۰ ډېر کسان له دې پېښې ژوندي پاتې شوي چې ټول د ایتوپیا وګړي دي.
په جیبوتي کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر الکساندر کویساک ویلي: «دا د انساني ژوند یوه ډېره غمجنه ضایعه ده. موږ د پېښې د ژوندي پاتې شویو کسانو او هغو کورنیو په اړه فکر کوو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي یا لا هم د خپلو خپلوانو له برخلیک څخه خبر نه دي.»
نوموړي زیاته کړې چې «دا غمیزه په څرګنده توګه هغه خطرونه را په ګوته کوي چې کډوال یې د کډوالۍ پر لارو له هغو فرصتونو څخه د ګټې اخیستو په هڅه کې زغمي چې د اقتصادي پرمختګ لپاره یې لټوي.»
هر کال د افریقا له ښکر سیمې لسګونه زره کډوال د جیبوتي له لارې تېرېږي او د بابالمندب تنګي په اوښتو سره یمن ته ځي. دوی هیله لري چې د امنیت، ثبات او کاري فرصتونو د موندلو لپاره د خلیج هېوادونو ته ورسېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په یمن کې د تاوتریخوالي له دوام سره سره، کډوال لا هم دغه خطرناک سفرونه کوي، په دې هیله چې د خلیج هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې د دغه سازمان د «کډوالو د تګ راتګ د څارنې سیسټم» د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۱۰مې نېټې راهیسې له ایتوپیا څخه جیبوتي ته د کډوالو د ننوتلو تر ۲۰ زره ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د «ورکو کډوالو پروژې» د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په دې مسیر کې تر ۹۰۰ ډېر کډوال مړه شوي یا ورک شوي دي.
