د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان ته ۵۴ سلنه راستنېدونکي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، افغانستان ته ۵۴ سلنه راستنېدونکي کسان او کورنۍ نه شي کولای خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

دغه سازمان د «افغانستان ته د راستنېدونکو د بیاځلي ادغام د وضعیت ارزونې» تر سرلیک لاندې په خپل درېیم راپور کې د راستنېدونکو کورنیو وضعیت د ژوند د لګښتونو برابرولو، سرپناه، د هویتي اسنادو لرلو، خدمتونو ته د لاسرسي، خوندیتوب او امنیت، ټولنیز پیوستون او د راتلونکي ژوند د پلانونو له اړخه ارزولی دی.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې، می‌هیونګ پارک، ویلي: «موندنې ښيي چې ډېری راستنېدونکي غواړي په افغانستان کې پاتې شي او خپل ژوند له سره جوړ کړي؛ خو د دې کار وړتیا یې د ژوند د لګښتونو برابرولو فرصتونو، خوندي سرپناه، هویتي اسنادو او اساسي خدمتونو ته پر لاسرسي، او همدارنګه د کوربه ټولنو پر ملاتړ پورې تړلې ده.»

د راپور له مخې، افغانستان ته د راستنېدونکو د بیاځلي ادغام بهیر له ګڼو خنډونو سره مخ دی، چې یو پر بل اغېز کوي او ستونزې لا پسې زیاتوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، په دې راپور کې یې هغه راستنېدونکي ارزولي چې افغانستان ته یې له راتګ څخه اته میاشتې تېرې شوې وې او عمرونه یې ۱۴ کاله یا تر دې لوړ و.

دغه سازمان زیاته کړې، د ارزول شویو کسانو له ډلې ۵۳ سلنه هېڅ تعلیمي دوره نه وه بشپړه کړې، ۵۰ سلنه مسلکي کاري تجربه نه لرله او ۶۹ سلنه د مرکې له ترسره کېدو مخکې په ۳۰ ورځو کې هېڅ کار نه درلود.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، ان د هغو کسانو له ډلې چې کار یې کاوه، ۷۱ سلنه یوازې نیمه‌وخت یا په نامنظم ډول پر کار بوخت وو؛ په داسې حال کې چې ۵۴ سلنه راستنېدونکې کورنۍ او کسان خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شوای پوره کولای.

دغه سازمان زیاته کړې، د خوندي سرپناه نشتوالی لا هم یوه مهمه اندېښنه ده. د راپور له مخې، ۷۷ سلنه ارزول شوي راستنېدونکي په لنډمهالو سرپناه‌وو کې اوسېدل، په داسې حال کې چې ۵۱ سلنه نورو د ژوند کولو لپاره کافي ځای نه درلود.

په راپور کې راغلي، ډېری راستنېدونکي «د کورونو د کرایې یا د نورو خلکو په کورونو کې د اوسېدو لپاره پر شفاهي هوکړو تکیه کوي او ۱۴ سلنه یې افغانستان ته تر راستنېدو وروسته له خپلو استوګنځایونو ایستل شوي وو، چې تر ټولو عام لامل یې د کرایې د ورکړې ناتواني وه».

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، راستنېدونکي هویتي اسنادو او خوراکي مرستو ته هم اړتیا لري. د هویتي اسنادو کمښت لا هم خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي او په اوږدمهال کې د ژوند پر ثبات اغېز کوي.

دغه سازمان په خپل راپور کې له افغانستان څخه د راستنېدونکو د بیا کډوال کېدو لېوالتیا هم ارزولې ده.

په راپور کې راغلي: «د هغو انفرادي راستنېدونکو په منځ کې چې غوښتل یې له افغانستان څخه بهر ولاړ شي، په لومړي پړاو کې دا کچه ۱۱ سلنه وه، په دویم پړاو کې پنځه سلنې ته راټیټه شوه او په درېیم پړاو کې ۱۶ سلنې ته لوړه شوه.»

راپور زیاتوي: «د راستنېدونکو کورنیو په منځ کې دغه کچه په ترتیب سره له دوو سلنو څخه یوه سلنې ته او بیا څلورو سلنو ته بدله شوې ده.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د خپلې ارزونې په درېیم پړاو کې له افغانستان څخه بهر ته د تګ د پلان احتمال د انفرادي راستنېدونکو په منځ کې د راستنېدونکو کورنیو په پرتله څلور برابره لوړ و.

دغه سازمان ویلي، «دا موضوع د عاید، کارموندنې او په راتلونکي کې د ځای بدلولو د پرېکړې ترمنځ اړیکه روښانوي».

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د ارزونې د درېیو واړو پړاوونو موندنې ښيي چې د بیاځلي ادغام اړوند فشارونه پر راستنېدونکو لا هم د پام وړ دي او بدلون مومي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د دې موندنو له مخې، له راستنېدونکو سره ملاتړ باید یوازې هېواد ته د هغوی د بېرته راتګ پړاو پورې محدود نه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د دوامدارو حل‌لارو او د سیمو پر بنسټ د بیاځلي ادغام په پروګرامونو کې د پرله‌پسې پانګونې غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا ډول پروګرامونه باید د ژوند د لګښتونو برابرولو فرصتونه پیاوړي کړي، سرپناه ته لاسرسی ښه کړي، د هویتي اسنادو ترلاسه کولو زمینه برابره کړي او د راستنېدونکو او د هغوی د کوربه ټولنو غړو ته اساسي خدمتونو ته لاسرسی پراخ کړي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان، څخه د کډوالو د بې‌ساري راستنېدو له څپو سره مخ شوی، چې ډېری یې له دغو هېوادونو د ایستلو له امله بېرته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې تر اوسه نږدې ۶.۵ میلیونه کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري ناورین او پراخو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، د دغو کډوالو راستنېدو په افغانستان کې بشري بحران لا پسې سخت کړی او د بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته