د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) وايي، د النینو پدیدې پیاوړتیا او د هند سمندر د اقلیمي وضعیت (IOD) مثبت پړاو ته نږدې کېدل ښايي د افغانستان د ورښتونو په موسم کې د بارانونو د زیاتېدو لامل شي.
د دې سازمان په راپور کې، چې نن (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) خپور شوی، راغلي چې وړاندوینې ښيي د اکتوبر میاشت به د افغانستان په ختیځو، شمالختیځو، شمالي او مرکزي سیمو کې تر معمول ډېره لنده او باراني وي او د ورښتونو ډېره برخه به د دې میاشتې په دویمه نیمایي کې وشي.
د فائو په وینا، دا وضعیت د ژمنیو فصلونو په کرلو او د خاورې د رطوبت په تأمین کې مرسته کولای شي. خو په ځینو سیمو کې سخت او ناڅاپي ورښتونه ښايي د ناڅاپي سېلابونو لامل شي او د اوړي د پاتې حاصلاتو او د بڼونو د مېوو راټولول له ستونزو سره مخ کړي.
فائو زیاته کړې چې د اوړي د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار نامناسب وضعیت او د کرنیزو توکو د بیو لوړوالی ښايي د بزګرانو وړتیا محدوده کړي، څو د ۲۰۲۶/۲۰۲۷ کرنیز کال د ژمنیو فصلونو په کرلو کې پانګونه وکړي؛ که څه هم د ورښتونو په اړه وړاندوینې تر ډېره مثبتې دي.
د دې سازمان په وینا، که څه هم د ژمني غنمو د کرلو په اړه د بزګرانو لېوالتیا په ټوله کې ثابته پاتې شوې، خو د کیمیاوي سرې او تخمونو لوړې بیې، د ورښتونو کچه او د اوبو لګولو لپاره اوبو ته لاسرسی لا هم د هغو ځمکو پر مساحت اغېز کولای شي چې تر کرنې لاندې نیول کېږي.
خو فائو وايي، د للمي غنمو لپاره مناسب ورښتونه یو فرصت برابرولای شي چې د کرنې ساحه وساتل شي یا زیاته شي؛ ان په هغو سیمو کې هم چې د کیمیاوي سرې کارول پکې محدود دي.
د النینو د سویلي نوسان (ENSO) وروستی تشخیصي راپور ښيي چې د النینو پدیده په بشپړه توګه رامنځته شوې او تمه ده چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه یې شدت نور هم زیات شي. د ۲۰۲۶ کال د مني او ژمي په موسم کې د النینو د یوې ډېرې پیاوړې پېښې د رامنځته کېدو احتمال تر ۹۰ سلنې ډېر اټکل شوی دی.
همداراز، اټکل شوې چې د اکتوبر او ډسمبر ترمنځ د دې پدیدې شدت ښايي د ۱۹۵۰ کال راهیسې له ثبت شوي تر ټولو لوړ شدت څخه هم واوړي؛ د دې احتمال ۷۵ سلنه ښودل شوی دی.
د فائو په وینا، د هند سمندر د دوهګوني وضعیت پدیده (IOD) اوس په بېطرفه حالت کې ده، خو په تدریجي ډول د مثبت پړاو پر لور پیاوړې کېږي. د وړاندوینې ماډلونه ښيي چې ښايي د ۲۰۲۶ کال په وروستیو کې د دې پدیدې مثبت پړاو رامنځته شي؛ خو شدت او د دوام موده یې لا نه ده معلومه.
فائو وايي، د دغو اقلیمي نښو ګډ اغېز ښايي د ۲۰۲۶/۲۰۲۷ کال د ورښتونو په موسم کې په افغانستان کې د بارانونو د زیاتېدو احتمال لوړ کړي، خو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو وضعیت توپیر لرلای شي.
