په ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي، طالبانو د جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د انګور باغ سیمې په «سپین جومات» سیمه کې د خلکو پر کورونو برید کړی او لسګونه کورنۍ یې په زور له خپلو کورونو ایستلې دي.
سرچینو اطلاعات روز ته ویلي، چې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۸مه) لسګونه طالبان له پوځي ټانګونو او سپکو او درنو وسلو سره یادې سیمې ته ورغلي او اوسېدونکي یې له خپلو کورونو ایستلي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، دوی د خپلو کورونو قانوني اسناد او شرعي قبالې لري او له څو لسیزو راهیسې په دې سیمه کې ژوند کوي؛ خو د طالبانو د سرې میاشتې ریاست د رییس، شهابالدین دلاور، اړوند کسانو ورته د کورونو د تخلیې امر کړی دی.
د سرچینو په وینا، طالبان غواړي د سیمې لسګونه کورونه په زور ونیسي. سرچینې زیاتوي، د دغو کورونو اوسېدونکي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، له تېرو دوو شپو راهیسې د سړک پر غاړه او تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، سیمه لا هم د طالبانو له لوري محاصره ده او په بېلابېلو ځایونو کې پوځي موټرې او طالبان لیدل کېږي.
بلخوا، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون، پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د جلالاباد ښار په انګور باغ سیمه کې به هغه شخصي ځمکه خپل اصلي مالک ته وسپارل شي چې د نوموړي په وینا، غصب شوې او خلکو پرې کورونه جوړ کړي وو.
نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
تر اوسه د طالبانو د سرې میاشتې ریاست رییس شهابالدین دلاور د سیمې د اوسېدونکو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د ننګرهار په فارم هډې سیمه کې یو شمېر کسان له دولتي کورونو ایستلي وو. دغو کسانو په تېر جمهوري نظام کې په نظامي او ملکي ادارو کې دندې ترسره کولې.
جلالاباد کې طالبانو لسګونه کورنۍ له خپلو کورونو ایستلې دي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
