د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) وايي، د غور ولایت تاریخي جام منار د طبیعي پېښو او د ساتنې د ستونزو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دی او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.
دغه سازمان نن (یکشنبه، د تلې ۱۹مه) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلې چې «کلتور باید د شخړو او طبیعي پېښو قرباني نه شي».
یونسکو زیاته کړې چې د هریرود سیند ترڅنګ ولاړ د جام منار، چې د نړۍ له کلتوري میراثونو څخه دی، د افغانستان د تاریخ او کلتوري میراثونو یوه بېسارې نښه ګڼل کېږي.
دغه سازمان ویلي چې د الفا بنسټ په مالي ملاتړ یې د جام منار د وضعیت څارلو، د سېلابونو د خطر کمولو او د سیمې له خلکو څخه د ملاتړ په موخه هڅې کړې دي.
د یونسکو په وینا، د ودانۍ د جوړښت د څارنې د وسایلو د معلوماتو منظم تحلیل له متخصصانو سره مرسته کوي چې د دغه تاریخي اثر وضعیت ښه درک کړي، د ساتنې لپاره یې پلانونه جوړ کړي او د اوږدې مودې لپاره یې د پایښت ډاډ ترلاسه کړي.
یونسکو زیاته کړې چې د منار ترڅنګ یو پل جوړ شوی، څو بېړنیو اقداماتو ته لاسرسی اسانه او د سیمې د خلکو لپاره خوندي او باوري تګ راتګ برابر شي.
د دغه سازمان په وینا، د اغاخان بنسټ له لوري او د الفا بنسټ په مالي ملاتړ بله مهمه پروژه هم روانه ده چې موخه یې د منار د جوړښت پیاوړتیا او د دغه تاریخي اثر اوږدمهاله ساتنه ده.
یونسکو ټینګار کړی چې د جام منار ساتنه د ټول بشریت د ګډ میراث ساتنه ده، څو دغه تاریخي اثر د راتلونکو نسلونو لپاره هم پاتې شي.
د جام منار د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په یوه دره کې موقعیت لري چې جام نومېږي او د جام او هریرود سیندونو د یوځای کېدو په سیمه کې پروت دی.
دغه منار د نړۍ له تر ټولو لوړو خټینو منارونو څخه ګڼل کېږي.
د جام منار د غوري تمدن د واکمنانو له ډلې د سلطان غیاثالدین غوري د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی او لوړوالی یې ۶۵ مترو ته رسېږي.
جام منار په ۲۰۰۲ کال کې د یونسکو د نړیوال کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شو؛ خو ویل کېږي چې په تېرو دوو لسیزو کې دې تاریخي ودانۍ ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د نړېدو په اړه یې تل اندېښنې موجودې وې.
