په هند کې د کښتۍ ډوبېدو ۱۳ ماشومان مړه کړي

د هند په ګنګا سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۳ ماشومان مړه شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کښتۍ چې له خپل ظرفیت څخه ډېر کسان پکې سپاره وو، د سې‌شنبې په ناوخته (د تلې ۲۱مه) د هند په شمال ختیځ کې د بهار ایالت د ویشالي په سیمه کې چپه شوې ده.

د کښتۍ سپاره کسان غوښتل د هندوانو په یوه مذهبي جشن کې ګډون وکړي.

د سیمې اوسېدونکو په تیاره کې له اوبو څخه د سپرو کسانو د راایستلو هڅه کړې او د ګرځنده ټلیفونونو په رڼا کې یې د مړو جسدونه لټول.

راوي یاداو، د کلي یو له هغو ځوانانو څخه چې د ژغورنې په عملیاتو کې یې ګډون درلود، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «هوا تیاره وه چې ناڅاپه مو د ماشومانو د چیغو او مرستې غوښتلو غږونه واورېدل؛ کښتۍ چپه شوې وه.»

هغه زیاته کړې: «د هوا د تیارو له امله مو یوازې د ګرځنده ټلیفونونو او لاسي څراغونو په رڼا کې د درېیو ماشومانو د ژغورلو توان درلود.»

د کلي یوه بل اوسېدونکي رام‌لاخان رای ویلي، کښتۍ «کوچنۍ» وه او «په خراب وضعیت» کې وه، خو ډېر کسان پکې سپاره شوي وو، په داسې حال کې چې د کښتۍ ظرفیت یوازې د څو کسانو لپاره و.

هغه ویلي: «دا یوه ویجاړوونکې پېښه ده؛ ځینو کورنیو خپل ټول ماشومان له لاسه ورکړي دي.»

شپږ کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي او ویل کېږي وضعیت یې نازک دی، ژوندي له اوبو راایستل شوي دي.

د سیمې د روغتیايي مرکز کارکوونکي نیرمال کومار ویلي، څلور ماشومان او دوه لویان د سیمې روغتون ته لېږدول شوي دي.

کومار زیاته کړې: «د هغوی د بېرته ژوندي کولو لپاره مو ټولې هڅې وکړې، خو ۱۳ کسان تر دې مخکې مړه شوي وو.»

د ویشالي سیمې اداري مسوولې وارشا سینګ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د ۱۳ کسانو جسدونه له اوبو راایستل شوي دي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي: «د بهار ایالت په ویشالي کې د کښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې د خلکو مړینه ډېره دردونکې ده.» هغه د قربانیانو له کورنیو سره د مالي مرستې ورکولو خبر هم ورکړی دی.

مودي زیاته کړې: «په دې سخت وخت کې د غم ځپلو کورنیو په اړه فکر کوم او له هغوی سره خپله خواخوږي څرګندوم.»

د هند په اوبو لارو کې د کښتیو پېښې عامې دي. د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه د کښتیو له ظرفیت څخه د زیاتو کسانو سپرېدل، د خوندیتوب د مقرراتو د پلي کېدو ناکافي څارنه او د ژغورنې د وسایلو کمښت یادېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته