د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مکې ائتلاف له عمومي منشي نعمان محمود سره په لیدنه کې د سعودي عربستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت پر ساتنې ټینګار کړی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر نن (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) له محمود سره د شریف د لیدنې خبر ورکړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر د «مکې دفاعي تړون» په سیمه کې د سولې، یووالي او ثبات لپاره یوه تاریخي نقطه بللې او د دغه ائتلاف د عمومي منشي په توګه یې د نعمان محمود د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.
شریف ویلي، د «مکې دفاعي تړون» له مخې، پاکستان د حاکمیت، دفاع او سیمهییز امنیت په برخه کې د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړ دی.
هغه زیاته کړې: «پاکستان د سعودي عربستان له خپلدفاعي مشروع حق څخه د بشپړ ملاتړ ترڅنګ، د سعودي پاچاهۍ د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت د ساتنې په اړه پر خپلې کلکې ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار کوي.»
د مکې ائتلاف عمومي منشي د دفاعي تړون د غړو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا د ستراتیژۍ وروستي جزییات د پاکستان له لومړي وزیر سره شریک کړي دي.
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د مکې دفاعي تړون لاسلیک کړی دی. د دغه تړون لومړنی عملي ماموریت ښايي د یمن له حوثیانو سره مقابله وي.
د مکې دفاعي تړون له لاسلیک وروسته سعودي عربستان د یمن په خاوره کې پراخ بریدونه پیل کړي دي. د سعودي عربستان له هوايي بریدونو سره هممهاله، حوثیانو په سوېل کې پراخې سیمې د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکي حکومت له کنټروله ایستلې دي.
همداراز، د حوثیانو توغندیزو او ډرون بریدونو د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او د انرژۍ پر تاسیساتو، د دغه هېواد پر فضا د الوتنو او د تېلو پر صادراتو پراخې ستونزې رامنځته کړې دي.
که څه هم پاکستان سعودي عربستان ته د خپلو ځواکونو لېږل تایید کړي، خو تر اوسه یې له حوثیانو سره د جګړې په عملیاتو کې د ښکاره ګډون خبر نه دی ورکړی.
