د ننګرهار په سیمهییز روغتون کې مراجعین او ناروغان، د ناروغانو د بستر کولو لپاره د پیسو اخیستلو، غیرمسلکي کسانو ګمارلو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت له کمېدو سربېره شکایت کوي، چې دغه روغتون ته راوړل شوي درمل په شخصي ډول پلورل کېږي او د دوی ناروغانو ته نه ورکول کېږي.
د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغفور، چې پلار یې له څو اوونیو راهیسې د ننګرهار په سیمهییز روغتون کې تر درملنې لاندې دی، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، که څه هم په تېر کې په دغه روغتون کې روغتیايي خدمات په وړیا توګه وړاندې کېدل، خو په دې وروستیو کې د روغتون د مسوولانو له لوري د یوه ناروغ د بستر کولو لپاره له پایوازانو څخه ۲۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
هغه شکایت کوي چې په دغه روغتون کې ناروغانو ته ناسمه پاملرنه، د درملو کمښت او د تجهیزاتو نشتوالی هغه ستونزې دي چې له امله یې ناروغان له ستونزو سره مخ دي.
عبدالغفور زیاتوي: «په دې روغتون کې اوس د یو ناروغ د بستر پر سر ۲۰۰ افغانۍ د عامې روغتیا مسوولین اخلي. دوی په دې پلمه پیسې اخلي چې د وارډ برخې ترمیموي او خدمات پراخوي. دغه راز درمل او نور معاینات هم په شخصي توګه ترسره کېږي، ځکه ډاکټران وایي چې درمل او نور امکانات په خلاصېدو دي او زیاتره ناروغان په شخصي ډول د درملو د اخیستلو توان نه لري.»
یو بل ناروغ لرونکی، مطیع الله، هم ادعا کوي او وایي چې اوسمهال ناروغ لرونکي مجبور دي اړین درمل له بازاره واخلي او دولتي روغتون د عامه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر ځای په «سوداګریز مرکز» بدل شوی دی.
هغه دغه راز د پخوا په پرتله په روغتون کې د متخصصو ډاکټرانو کمښت او د زیاتره ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره د مجهزو روغتیايي خدماتو نشتوالی د جدي ستونزو په توګه یادوي.
نوموړی زیاتوي چې د تخصصي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره ناروغان اړ دي چې په کابل کې محدودو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي، چې له امله یې د دوی ډېر وخت نیسي او لګښت یې زیاتېږي.
مطیع الله زیاته کړه: «روغتون کې مسلکي ډاکټران هم کم یا بیخي نشته. دغه راز د ناروغ د بستر پر سر پیسې د وارډ د مسوول له لوري اخیستل کېږي او ډېر ناروغان هغه مهال مراجعه کوي چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی وي، خو دلته روغتیايي خدمات په نشت حساب دي. د شخصي روغتون په څېر ناروغان د معاینې، درملو او عملیاتو له لوړ لګښت سره مخ کېږي، د ورکړې توان یې نه لري.»

ننګرهار سیمهییز روغتون؛ د درملو له کمښت څخه د بستر پر سر د پیسو اخیستو تر ادعاوو. عکس: اطلاعات روز
یو بل ناروغ لرونکی، سجاد احمد، وایي چې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې دوی ته ان عادي ګولۍ هم نه ورکول کېږي او د ده په خبره، د روغتون ډاکټران یوازې نسخې ورکوي او ډېری درمل بهر په شخصي درملتونونو کې په پیسو اخلي.
د ده په خبره، سیمهییز روغتون ته د مرستندویه بنسټونو له خوا په زیاته اندازه درمل راوړل شوي، خو ناروغانو ته نه ورکول کېږي یا یې یوازې هغو کسانو ته ورکوي چې ملا، طالب یا هم د روغتون له ډاکټرانو سره اړیکې او پېژندګلوي ولري، خو بېواسطې وګړي له ټولو روغتیايي خدماتو محروم دي.
نوموړی اندېښنه څرګندوي چې د تګ راتګ لګښتونو، د درملو لوړو بیو او روغتیايي خدماتو ته د کمعاید لرونکو کورنیو لاسرسی سخت کړی دی.
د هغه په وینا، په اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو کې د درملنې د لګښتونو زیاتوالي د دغه ولایت د کورنیو ترمنځ نوې اندېښنې رامنځته کړې دي.
«دولتي روغتون ته زیاتره بېوزله ناروغان راځي، ځکه په شخصي روغتونونو کې د درملنې وس نه لري، خو هغه درمل چې پخوا به په روغتون کې ورکول کېدل، اوس نه ورکول کېږي او د ناروغانو پایوازان اړ دي چې په بازار کې یې په خپلو پیسو واخلي.»
د ننګرهار سیمهییز روغتون ته مراجعین د روغتیايي کارکوونکو له لوري له ناروغانو سره له ناسم چلند څخه هم شکایت کوي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکی حسیبالله (مستعار نوم)، چې خپل زوی یې د درملنې په موخه روغتون ته راوړی، وایي چې له عادي خلکو سره د روغتیايي کارکوونکو چلند غیرمسلکي، ناسم او سپکوونکی دی.
هغه وایي چې په دې وروستیو کې د دې روغتون زیاتره کارکوونکي د لیاقت او تخصص پر بنسټ نه، بلکې له طالبانو سره د اړیکو له مخې ګومارل شوي دي.
هغه زیاتوي چې په دغه روغتون کې اوسمهال ډېری روغتیايي کارکوونکي کافي مهارت او تخصص نه لري او د ناروغانو لپاره اړین خدمتونه نه شي وړاندې کولای.
«له ناروغانو سره د ډاکټرانو اخلاق او رویه سمه نه ده، پر وخت دندې ته نه حاضرېږي او د ناروغانو سمه څارنه هم نه کوي. زیاتره وخت ناروغانو ته بد رد ویل کېږي، ځکه دوی مسلکي کسان نه دي او له همدې امله، که څوک ډېر مجبور نه وي، دولتي روغتونونو ته خپل ناروغان د درملنې لپاره نه وړي.»

ناروغان د درملو نشتوالي او غیرمسلکي چلند شکایت کوي. عکس: اطلاعات روز
د درملو نشتوالی، د طبي وسایلو کمښت او د روغتون دننه د چاپېریال ناپاکوالی هغه نورې سترې ستونزې دي چې د دغه روغتون مراجعین ورته اشاره کوي. د هغوی په وینا، دا حالت نه یوازې د روغتیايي خدمتونو پر کیفیت منفي اغېز کړی، بلکې د ناروغانو روغتیا یې هم له خطر سره مخ کړې ده. دوی د شته حالت د ښهوالي لپاره د مسوولو ادارو له خوا د سملاسي او جدي اقدام غوښتنه کوي.
په ورته مهال، د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند، نقیبالله رحیمي، هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په روغتون کې د ناروغانو د بستر کولو پر سر پیسې اخیستل کېږي او روغتیايي خدمات ټکني شوي دي.
د نوموړي په وینا، که څوک د یادو ادعاوو د ثابتولو لپاره شواهد او اسناد لري، له دوی سره دې شریک کړي. «د ننګرهار په سیمهییز روغتون کې روغتیايي خدمات په وړیا ډول وړاندې کېږي او له هېڅ ناروغ څخه د بستر او درملو پر سر پیسې نه اخیستل کېږي دغه راز، خدمات ۲۴ ساعته په وړیا ډول هېوادوالو ته وړاندې کېږي او د متخصصو ډاکټرانو د کمښت او د طبي وسایلو په برخه کې خدمات لا چټک شوي دي. دغه راز، موږ ټولو روغتیايي مرکزونو ته درمل استولي او د روغتیايي خدماتو په برخه کې هېڅ ستونزه نشته.»
عام وګړي دغه راز شکایت کوي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم شوی، د درملنې لګښتونه لوړ شوي او روغتیايي خدماتو ته د بشردوستانه مرستو او روغتیايي تجهیزاتو د کمښت له کبله لاسرسی محدود شوی دی.
پایله
د ننګرهار سیمهییز روغتون ته د مراجعینو شکایتونه ښيي چې د درملو او طبي وسایلو کمښت، د روغتیايي کارکوونکو له لوري له ناروغانو سره ناسم چلند، د متخصصو ډاکټرانو نشتوالی او د بستر کولو پر سر د پیسو اخیستلو ادعاوې د دې روغتون د روغتیايي خدمتونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
ناروغان او پایوازان وایي، د درملو نشتوالي او د درملنې د لګښتونو زیاتوالي له امله، په ځانګړي ډول بېوزلې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي او ځینې ناروغان اړ کېږي چې د تخصصي درملنې لپاره کابل ته ولاړ شي.
که څه هم د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند دغه ادعاوې ردوي او وایي چې روغتیايي خدمات په وړیا ډول وړاندې کېږي، خو د مراجعینو شکایتونه د روغتون د خدمتونو د کیفیت، د درملو د وېش او د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي چلند په اړه د جدي څېړنې او د مسوولو ادارو د عملي اقدام اړتیا په ګوته کوي.
