په پلازمېنه کې د هزاره‌ګانو د کورونو او ځمکو نیول

له لوېدیځ کابل څخه اجباري کډه

خبريال: حمید نعمان

طالبانو د سنبلې میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له لوېدیځ کابل څخه د خلکو د اجباري کډې بهیر پیل کړی دی. د طالبانو ځواکونه په کابل کې د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته ورغلي او له هغوی یې غوښتي چې خپل کورونه پرېږدي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دې بهیر په عملي توګه له دغه ښارګوټي څخه د اجباري کډې پیل په ګوته کړی دی.

م. رؤوف، د امید سبز ښارګوټي یو اوسېدونکي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د تېرې اوونۍ په یوه ورځ د طالبانو ځواکونو د هغه د یوه خپلوان کور مهرولاک کړی او کورنۍ یې ترې ایستلې ده.

د هغه په وینا، د طالبانو ځواکونو ترې غوښتي چې له ښارګوټي بهر ځان ته کور پیدا کړي او وروسته د خپلو وسایلو د لېږد لپاره بېرته کور ته ورشي. هغه ویلي: «زما د تره د زوی کور یې مهرولاک کړ او ویې ویل چې له ښارګوټي بهر ځان ته کور پیدا کړئ. وروسته خپل وسایل یوسئ. هغوی یوه شپه په جومات کې وو اوس د خپلو خپلوانو په کورونو کې دي.»

د دې بهیر دوام د خلکو ترمنځ پراخه اندېښنه رامنځته کړې ده. خو امید سبز ښارګوټی په لوېدیځ کابل کې د اجباري کډې یوازینۍ بېلګه نه ده. په لوېدیځ کابل کې د دشت برچي د ریګرېشن په سیمه کې له ۱۵۰۰ څخه زیاتو کورنیو په تېرو څو اوونیو کې خپل کورونه له لاسه ورکړي او کډه شوې دي. د دغو کورونو د ویجاړولو بهیر د روان کال د سنبلې میاشتې په ۱۶مه پیل شوی و. دا کورونه د پراخې ویجاړۍ په لړ کې، په دې ادعا چې د سیمې ځمکې «امارتي» دي، له خاورو سره خاورې شوي دي. له هغو کورونو چې پخوا تر زرو زیاتو کورنیو پکې ژوند کاوه، اوس یوازې د خاورو، ډبرو او دېوالونو پاتې شوني پاتې دي.

د دې سیمې پخواني اوسېدونکي، چې ډېری یې د هزاره ټولنې غړي دي، وايي چې دوی ځمکې او کورونه پېرلي وو او د ملکیت عرفي اسناد یې درلودل، خو دغو اسنادو یې د کورونو د ویجاړېدو مخه ونه نیوله.

بیش از هزار و ۵۰۰ خانواده در منطقه‌ی ریگریشن دشت برچی، در غرب کابل، در چند ماه گذشته وادار به کوچ اجباری شدند. | عکس: شبکه‌های اجتماعی

د دغو ویجاړیو په پایله کې، چې شاوخوا ۶۵ جریبه ځمکه یې رانغاړله، په دې محدوده کې ټولې مېشتې کورنۍ په اجباري ډول کډې کولو ته اړ شوې دي. د ریګرېشن سیمې ډېری اوسېدونکي، چې د خپلو کورونو له لاسه ورکول له دېرشو نه، بلکې له شلو کلونو ژوند او پر ځمکو د مالکیت له ادعا سره تړي، وايي چې له دوی سره د طالبانو چلند قومي او مذهبي تبعیض ته ورګرځي.

د سیمې یو اوسېدونکی چې خپل کور یې له لاسه ورکړی، وايي: «طالبان له موږ سره د پردیو په څېر چلند کوي. موږ د دغو کورونو او ځمکو لپاره پیسې ورکړې وې. ځکه چې هزاره او شیعه یو، څوک زموږ غږ نه اوري. په نورو سیمو کې له خلکو پیسې اخلي او بیا یې ځمکې پر خلکو پلوري، خو زموږ کورونه یې وران کړل او موږ یې وایستلو.»

د دې اقدام شپږ میاشتې مخکې طالبانو د سیمې اوسېدونکو ته درې میاشتې وخت ورکړی و چې سیمه تخلیه کړي. دا پېښه په افغانستان کې د ځمکو د «امارتي» بللو په پلمه د استوګنیزو کورونو د پراخې ویجاړۍ لومړنۍ بېلګه ده.

قلعه قاضي، خیرآباد او اتفاق ښارګوټی؛ ناهمغږی بهیر

د لوېدیځ کابل په څو نورو سیمو کې هم د ریګرېشن سیمې په څېر بهیر روان دی. د دشت برچي په قلعه قاضي او خیرآباد سیمو کې، چې سلګونه کورنۍ پکې ژوند کوي، د روان کال د سنبلې میاشتې په ۲۱مه د کورونو پېر او پلور منع اعلان شو او له اوسېدونکو وغوښتل شول چې د خپلو ځمکو د اسنادو مشخصات طالبانو ته وړاندې کړي.

په قلعه‌قاضي او خیرآباد کې د ځمکو د پېر او پلور بندیز | عکس: ټولنیزې رسنۍ

خو په ټولو سیمو کې د ځمکو د امارتي بللو د تثبیت بهیر په یوه بڼه نه دی پر مخ تللی. د لوېدیځ کابل په اتفاق ښارګوټي کې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د سنبلې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د طالبانو اړوندو کسانو نږدې ۲۰ کورونه ویجاړ کړي دي. د دوی په وینا، تر دې مخکې د سیمې د ځمکو د «امارتي» کېدو په اړه هېڅ روښانه اعلان نه و شوی. خو طالبانو په زور کورونه ویجاړ کړي او ویلي یې دي چې دا دولتي ملکیت دی.

د دغه ښارګوټي اوسېدونکي هم وايي چې د طالبانو حکومت ادارو ته د دوی شکایتونو کومه پایله نه ده لرلې.

په قلعه‌قاضي او خیرآباد کې د ځمکو د پېر او پلور بندیز | عکس: ټولنیزې رسنۍ

دا اقدامات په داسې حال کې د لوېدیځ کابل په بېلابېلو سیمو کې عملي شوي چې د طالبانو حکومت هېڅ یوې ادارې تر اوسه په علني ډول نه دي ویلي چې د دغو سیمو د کورونو ویجاړول یا د اوسېدونکو اجباري کډه کول د ځمکو د امارتي کېدو پر بنسټ ترسره شوي دي. په ورته وخت کې، د اوسېدونکو د شکایتونو پر وړاندې د حکومتي ادارو چوپتیا د هغو کسانو د روایت یوه برخه ده چې کورونه یې ویجاړ شوي دي.

ولې قانون نه تطبیقېږي؟

د طالبانو حکومت په لوېدیځ کابل کې د کورونو د پراخې ویجاړۍ له پیل مخکې د دولتي ځمکو د پلور او وېش لپاره یو قانون خپور کړی و، چې په هغه کې د هغو استوګنیزو ښارګوټو د ځمکو لپاره، چې امارتي تثبیتېږي، د لېږد یو میکانېزم په پام کې نیول شوی وه.

د اوسېدونکو د مالکیت حق په پام کې نیول شوی دی. د طالبانو مشر د «د دولتي ځمکو د پلور او وېش قانون» توشیح کړی، چې له مخې یې د هغو استوګنیزو ښارګوټو ځمکې چې امارتي یا دولتي تثبیتېږي، پر اوسېدونکو پلورل کېږي. د دې قانون په پنځلسمه ماده کې راغلي دي: «هغه ځمکې چې د غصب د مخنیوي کمېسیون له خوا په دولتي پروژو او ښارګوټو کې تصفیه او تثبیت شوې وي، د تفصیلي کاري نقشې له مخې او د ټاکل شوې بیې په بدل کې به هغو کسانو ته په ملکیت ورکړل شي چې د هغوی په تصرف کې دي.» په همدې ماده کې دا هم په پام کې نیول شوي چې د ځمکې د مالک د مالي وضعیت له تثبیت وروسته، د ځمکې بیه په قسطونو کې ورکړل شي.

د همدې قانون له مخې، د طالبانو د «ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون» چې مشري یې عبدالحکیم شرعي کوي، د ملاتره‌خېل په ښارګوټي کې د هر جریب ځمکې په بدل کې ۷۰ زره افغانۍ اخیستې او د معتبرو اسنادو په لرلو سره یې د امارتي ځمکو ملکیت د خلکو شخصي ملکیت ته لېږدولی دی. خو په لوېدیځ کابل کې په عمل کې د کورونو ویجاړول او د اوسېدونکو اجباري کډه کول ترسره شوي دي. د دې وضعیت زیانمن شوي کسان وايي، نه یوازې دا چې د قانون له مخې د ټاکل شوي میکانېزم پر بنسټ د ځمکو د پېرلو فرصت نه دی ورکړل شوی، بلکې د دوی د مالکیت عرفي اسناد هم د کورونو د ویجاړېدو په مخنیوي کې اغېزمن نه وو. د قانون او په سیمه کې د هغه د عملي کېدو ترمنځ دغه توپیر د امارتي ځمکو د پلور او وېش قانون د تطبیق د څرنګوالي په اړه پوښتنې راپورته کوي.

«مذهبي او نژادي چلند»

د طالبانو د زیاتېدونکو فشارونو او په لوېدیځ کابل کې د پېښو له امله د هزاره او شیعه ټولنې د اعتراضونو یوه لویه برخه د طالبانو د عدلیې وزیر او د «ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون» د مشر، عبدالحکیم شرعي، د کړنو پر ضد ده. د روان کال د زمري میاشتې په ۱۵مه، په هم‌مهاله توګه د امید سبز ښارګوټي د امارتي اعلانېدو او د ځینو علمي او دیني مرکزونو د تړل کېدو او کلابندۍ پر مهال، یو شمېر شیعه او هزاره استازو او علماوو د ګډو اعلامیو په خپرولو سره د عبدالحکیم شرعي پر اقداماتو اعتراض وکړ. هغوی دغه اقدامات «سیستماتیک تبعیض»، د «اجباري کډې» هڅه او د «دوه‌ګوني چلند» بېلګه وبلله او خبرداری یې ورکړ چې د دې وضعیت دوام د شیعه ټولنې لپاره د زغملو وړ نه دی.

څه موده وروسته، د طالبانو له خوا د خاتم‌النبیین پوهنتون د جواز له لغوه کېدو وروسته، د دغه پوهنتون امتیاز لرونکي، ډاکټر عبدالقیوم سجادي، هم په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه لیکنه کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت اقدام نژادي او مذهبي چلند وباله.

له مذهبي محدودیتونو څخه د ځمکو تر نیولو پورې

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته، په کابل کې پر شیعه‌ګانو او هزاره‌ګانو فشارونه یوازې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو پر وړاندې خنډونو یا امنیتي اندېښنو پورې محدود نه دي پاتې شوي. اوس دغه فشارونه تبعیضي چلند، نیونو، اجباري کډې او د ځمکو پر سر شخړو ته غځېدلي دي.

د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو په لومړیو میاشتو کې هم د بشري حقونو راپورونو په لرې پرتو او مرکزي ولایتونو کې له کورونو او ځمکو څخه د هزاره کورنیو د اجباري ایستلو موارد ثبت کړي دي. د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې، د بشري حقونو څار سازمان د څو ولایتونو له کورونو څخه د سلګونو هزاره کورنیو د ایستلو او د کورونو پرېښودو لپاره د لنډو مهلتونو د ورکړې خبر ورکړ. په ځینو مواردو کې اوسېدونکو ته ان د ځمکو په اړه د خپلو حقوقي ادعاوو د وړاندې کولو فرصت هم نه و ورکړل شوی.

په لومړیو کلونو کې د دغو فشارونو یوه مهمه برخه د زده‌کړو او مذهبي ژوند په برخو کې لیدل کېده. د تعلیمي نظام په چوکاټ کې د جعفري فقهې پر زده‌کړه محدودیتونو او د شیعه‌ګانو د مذهبي فعالیتونو د فضا کمېدو، د هزاره مېشتو سیمو او مذهبي ځایونو پر وړاندې د داعش خراسان ډلې د بریدونو له امله له امنیتي اندېښنو سره یوځای، د دې ټولنې د ژوند فضا بدله کړه.

په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې دشت برچي، مزارشریف او نورو په عمده توګه شیعه مېشتو سیمو کې خونړي بریدونه دوام درلود. د دغو بریدونو د ځینو مسوولیت داعش خراسان ډلې ومانه. د بشري حقونو څار سازمان په خپل ۲۰۲۲ کال راپور کې ویلي وو چې په هغه کال کې د هزاره‌ګانو پر وړاندې د دغې ډلې په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي وو.

په ورپسې کلونو کې مذهبي محدودیتونه لا څرګند شول. د افغانستان په اړه د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په راپور کې راغلي چې په تعلیمي نظام کې د شیعه فقهې پر زده‌کړه د طالبانو محدودیتونه دوام لري او د عاشورا د مراسمو پر ترسره کولو هم محدودیتونه لګېدلي دي. په دې راپور کې د اسماعیلیه شیعه ټولنې د غړو د مذهب بدلولو د جبري هڅو په اړه هم د راپورونو یادونه شوې ده.

د پراخو فشارونو پیل

خو په تېرو دوو کلونو کې په پوهنتونونو او مذهبي ادارو کې پر شیعه‌ګانو د مستقیم چلند ځینې موارد هم لیدل شوي دي. د تېر کال د لړم په میاشت کې، د طالبانو د ځواکونو په ملاتړ د «امر بالمعروف» اړوند حنفي‌مذهبو محصلانو یوې ډلې د کابل پوهنتون لیلیې ته ننوتلې او د هغو یو شمېر شیعه محصلانو د پېژندنې کارتونه یې راټول کړي وو چې د یوه حنفي امام په امامت یې په جماعت لمانځه کې له ګډون څخه ډډه کړې وه. هغوی دغه محصلان له لیلیې هم وایستل. د محصلانو په وینا، د دې پېښې پر مهال پر ځینو محصلانو د «کافر» ټاپه هم ولګول شوه.

د همدې کال د حوت په میاشت کې، د نوي تعلیمي کال له پیل سره هم‌مهاله، طالبانو د هېواد د پوهنتونونو محصلانو ته، چې کابل، بامیان، بلخ، هرات او غزني پوهنتونونه او خصوصي پوهنتونونه هم پکې شامل وو، ۱۴ ماده‌ییز تعهدلیک وړاندې کړ. د زده‌کړو د دوام لپاره د دغه تعهدلیک لاسلیک کول اړین اعلان شوي وو او په شپږمه ماده کې محصل باید څرګنده کړې وای چې د حنفي مذهب پیرو دی. شیعه محصلانو دغه ماده د مذهب د جبري بدلولو او هویتي تبعیض بېلګه وبلله.

د کوچني اختر په ورځو کې هم داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو ځواکونو په یو شمېر شیعه جوماتونو کې د اختر د لمانځه د ترسره کولو مخه نیولې ده؛ په ځانګړې توګه په هغو مواردو کې چې د شیعه‌ګانو له خوا د اختر د ورځې ټاکل د طالبانو له رسمي اعلان سره توپیر درلود. هغه کسان چې د طالبانو د اعلان له مخې یې د اختر ورځ نه وه پیل کړې، له فشار یا نیولو سره مخ شوي دي.

د غويي په ۱۶مه، په لوېدیځ کابل کې له یوه شیعه دیني عالم سره چلند هم د پام وړ و. د امر بالمعروف مامورانو یوه هزاره نجلۍ او هلک د «نامحرمۍ» په تور ونیول. وروسته له هغې چې وویل شول د دوی د نکاح خطبه د شیعه‌ګانو د یوه پېژندل شوي عالم، حسین‌داد شریفي، له خوا لوستل شوې وه، دغه دیني عالم احضار شو او د سرچینو په وینا، سپکاوی، تحقیر او وهل ټکول ورسره وشول. همداراز، له هغه څخه لیکلې ژمنه واخیستل شوه چې نور به موقتي نکاح نه تړي.

د غبرګولي په ۱۹مه، د هرات د جبرئیل سیمې د خلکو اعتراضونه، چې د ښځو د نیولو په غبرګون کې پیل شوي وو، په ډزو او تاوتریخوالي وځپل شول. له دې پېښې وروسته، د شیعه علماوو شورا د طالبانو د محتسبانو کړنې «افراطي» وبللې او په لوېدیځ کابل کې د شیعه مېشتو سیمو امنیتي فضا هم سخته شوه. ورپسې، د محرم میاشتې په رانږدې کېدو سره د شیعه‌ګانو پر مذهبي مراسمو محدودیتونه پراخ شول.

د غبرګولي له ۳۱مې څخه د چنګاښ تر ۲مې، د تاسوعا او عاشورا په درشل کې، د طالبانو د عدلیې وزارت اړوندو ځواکونو په کابل کې د شیعه‌ګانو پر یو شمېر جوماتونو او تکیه‌خانو بریدونه وکړل. د دغو اقداماتو پر مهال، د محرم د بیرغونو د پورته کولو او نښو د لګولو له امله له ۴۰ څخه زیات ماتم‌کوونکي ونیول شول.

د چنګاښ په ۲مه، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د شیعه‌ګانو یو شمېر مشران او استازي احضار کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د محرم بیرغونه له جوماتونو، حسینیو او د کورونو له بامونو راټول کړي او له جوماتونو بهر د لاوډسپیکرونو غږ هم کم کړي. په همدې ورځ، د طالبانو ځواکونو په کابل کې د «تمدن» خصوصي ټلوېزیون پر دفتر برید وکړ او خپرونې یې ودرولې. د محرم په ورځو کې د طالبانو د پوځي موټرو شتون او د شیعه مېشتو سیمو په لوېدیځ کابل کې د تلاشۍ پوستو جوړول هم زیات شول.

له دغو محدودیتونو وروسته، فشارونه د خلکو ځمکو او د اوسېدو ځایونو ته هم ورسېدل. د ۱۴۰۵ کال د زمري په میاشت کې، د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې په غزني کې د نوآباد ښارګوټي له ۱۸۴۳ جریبه زیاته ځمکه امارتي ده. په همدې وخت کې، په لوېدیځ کابل کې د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۷ جریبه ځمکه هم غصبي او امارتي اعلان شوه. اوس د دغه ښارګوټي اوسېدونکي وايي چې د طالبانو ځواکونه یې کورونو ته ورځي او د کورونو د تخلیې امر ورته کوي.

یرغل، نیول او ویجاړول

د سنبلې په ۱۴مه، د طالبانو د عدلیې وزارت او استخباراتو وسله‌والو ځواکونو په کابل کې پر خاتم‌النبیین حوزه علمیه برید وکړ. دا مرکز د افغانستان د شیعه‌ګانو له مهمو علمي او دیني مرکزونو څخه ګڼل کېده. د طالبانو له برید وروسته، طلبه له ودانۍ وایستل شول، ودانۍ کلابنده شوه او یوه ورځ وروسته د دې مرکز د مصادرې اعلان وشو.

یوه ورځ وروسته، د سنبلې په ۱۵مه، د طالبانو ځواکونو په کابل کې د کارته درې په سیمه کې د هزاره او شیعه مشرانو د ولسي اړیکو دفتر کلابند کړ او د هغه یو شمېر غړي، د سید صوفي ګردېزي، سید حسن شریفي بلخابي او حسین سنګردوست په ګډون، ونیول شول.

Photo: Khatam al-Nabiyyin | Facebook

د سنبلې په ۲۲مه، د طالبانو استخباراتو په کابل کې د «افغانستان د شیعه‌ګانو عالي شورا» رییس او غړي ونیول. دغه شورا د طالبانو له خوا جوړه شوې وه. د سنبلې د میاشتې له پای ته رسېدو درې ورځې مخکې، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت هم د خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ او دروازې یې مهرولاک کړې. د دې پرېکړې لامل «د وزارت د پالیسۍ نه تطبیقول او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی» اعلان شو.

د سنبلې په ۳۰مه، د دغو اقداماتو لړۍ د لوېدیځ کابل خاتم‌الانبیاء دیني مدرسې ته هم ورسېده. د طالبانو د عدلیې وزارت ځواکونو مدرسه کلابنده کړه، طلبه او مسوولان یې وایستل او د مدرسې ودانۍ، د «شهید مزاري لوی مصلّی» او اداري برخې یې مهرولاک کړې. د شته معلوماتو له مخې، د مدرسې مسوول سید حسن فاضل‌زاده او یو شمېر استادان هم ونیول شول.

د میزان میاشتې په لومړیو ورځو کې، په تېرو څو ورځو کې، دغه بهیر خدماتي مرکزونو ته هم ورسېد. د میزان په پنځمه، په لوېدیځ کابل کې د «حضرت فاطمه زهرا کلینیک» چې د «ایرانیانو کلینیک» په نوم پېژندل کېږي، د طالبانو د ادارې په امر وتړل شو.

 د کلینیک مسوولانو وویل چې هغوی ته خبر ورکړل شوی و چې سیمه «سبزه» اعلان شوې او له همدې امله باید د دغه مرکز فعالیت ودرول شي.

اوس، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته، د دغو پېښو لړۍ له زده‌کړو او مذهبي مراسمو سره د تړلو محدودیتونو څخه نیولې، تر نیونو، د علمي او رسنیزو ادارو تړلو او د استوګنیزو ښارګوټو د ځمکو تر امارتي اعلانولو پورې غځېدلې ده. په لوېدیځ کابل کې دغه بهیر یوازې پر مذهبي خنډونو نه دی محدود پاتې شوی، بلکې د کورونو ویجاړولو او د ځمکو نیولو ته هم رسېدلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته