د طالبانو محدودیتونه؛ په سوېلي حوزه کې د کاروبارونو سوړ بازار او محدود ژوند

تصویر:ډيزان شوی

وروسته تر هغه چې په افغانستان کې د طالبانو ډله واکمنه شوه، په ټول افغانستان کې د طالبانو له خوا د ټولنې پر هر ډول قشر بندیزونه د دې لامل شوي چې د خلکو ژوند له کړاوونو او ستونزو څخه ډک کړي.

د سویلي حوزې د ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د نور افغانستان په پرتله په دې حوزه کې محدودیتونه زیات دي، چې له امله یې د عامو وګړو ژوند له سختو ستونزو ډک دی.

د خوښیو مراسمو کې محدودیتونه

د کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو مېشت اوسېدونکي وايي، د طالبانو دد امر بالمعروف او نهې عن المنکر د کارکوونکو سخت محدودیتونه د دې لامل شوي چې په یادو ولایتونو کې دې خلک خپلې د خوشحالۍ مراسم په سم ډول ونه لمانځي او د دغه ډلې له خوا ورته ستونزې جوړېږي.

د سیدالله په نوم د کندهار د ۷ ناحیې یوه اوسېدونکي د اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر کسان په ودونو کې پر موټرو ډیکورېشن او نور چمتووالی نه پرېږدي.

هغه زیاتوي چې دغه ډله د ودونو په شپه د پلاستیکي پټاکیو نیولې، په کورونو کې د ښځو د خوشحالۍ لمانځلو پورې هېڅ ډول مراسمو ته اجازه نه ورکوي.

هغه وايي: «زموږ په سیمو کې چې پخوا ودونه وه، کله چې به ناوې ته موټر په قطار تلل، په دغه وخت کې به موږ د زوم موټر ګلفوښه کړي او د زوم تصویر به مو پر موټر ولګولی، خو اوس طالبان اجازه نه راکوي چې په موټر باندې تصویر ولګوه. په کورونو کې چې ښځې عادي موزیک د واده په شپه چالان کړي، امربالمعروف راځي، زموږ نارینه کسان د ځان سره زنداني کوي.»

د کندهار د بل ګاونډ ولایت هلمند اوسېدونکي هم په بېلابېلو مراسمو کې د طالبانو د محدودیتونو څخه په تنګ شوي دي او زیاتوي چې دغه ډله د خلکو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی دی.

د هلمند د لښکرګاه یو اوسېدونکي حبیب شاه د اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې دې ولایت کې په خوښیو کې هر ډول مراسم ترسره کول د امربالمعروف له خوا بند دي او ډېر وخت په کوژدو، ودونو او نورو د خوښیو پر وخت چې پروګرامونه ترسره کېږي، د طالبانو د امربالمعروف د کسانو د جدي څار لاندې وي.

هغه زیاتوي: «زموږ په ولایت کې خو اوس هېڅ خوښي نشته، که واده وي، که کوژده وي، که بل هر ډول د خوښۍ پروګرام وي، بس د امربالمعروف کارکوونکي په هغه پروګرام کې ګډون کوي او خلک نه پرېږدي چې هېڅ ډول مراسم ولمانځي.»

د هلمند لښکرګاه ښار تصویر:ټولنيزي رسنۍ

د خلکو په کاروبار کې لاسوهنه

نه یوازې طالبان دي چې د خوښیو پر وخت د خلکو په شخصي چارو کې مداخله کوي، بلکې د دوی ځینې لاسوهنې د دې لامل شوي چې د خلکو کاروبار هم اغېزمن کړي.

د کندهار ولایت د رنګریزانانو کوڅه چې د ډېرو کلونو راهیسې پکې خلک د ښځو توکي پلوري، اوس د سقوط تر مرحلې رسېدلې او د دوکاندارانو کاروبارونه سخت اغېزمن شوي دي.

د دغې کوڅې یو دوکاندار نصیر احمد وايي چې هره ورځ د سهار څخه تر ماښام پورې په دې کوڅه کې د ټولو دوکانونو څخه د امربالمعروف کسان څارنه کوي او خلک نه پرېږدي چې په عادي ډول پېر او پلور وکړي.

هغه وايي د کندهار د امر بالمعروف او نهې عن المنکر کسان د ټولو دوکانونو تر مخ ولاړ وي او هغه ښځې چې محرم ورسره نه وي، اجازه نه ورکوي چې په دوکان کې دې توکي واخلي.

د دغه هټۍوال په وینا، نه یوازې داسې ښځې چې محرم ورسره نه وي، په بازار کې د پېر او پلور لپاره نه پرېږدي، بلکې هغه ښځې چې د ایراني بوکري پر ځای یې تور حجاب په تن کړی وي، هغوی ته هم یاد مارکېټ ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.

دی وايي: «زموږ وضعیت یې سخت خراب کړی دی، ټوله ورځ لاس تر زنې ناست یو، هېڅ سودا مو نه کېږي، ځکه ټوله ورځ د امربالمعروف کارکوونکي زموږ څارنه کوي. هېڅ یوې ښځې ته چې محرم ورسره نه وي، اجازه نه ورکوي چې زموږ سره پېر او پلور وکړي. هېڅ یوې ښځې ته چې حجاب یې په تن وي، مارکېټ ته د داخلېدو اجازه هم نه ورکول کېږي.»

سلماني

نه یوازې په دې حوزه کې د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکو د ښځو په مارکېټونو کې د ښځو پر پېر او پلور محدودیتونه لګولي دي، بلکې په سلمانیو کې هم د مشتریانو په شخصي چارو کې لاسوهنه کوي.

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د سمیع الله په نوم یو سلمان وايي چې د تېر جمهوري نظام او د طالبانو د نظام پر وخت یې په کاروبار کې زیات توپیر راغلی او ۷۰ سلنه یې د پخوا په پرتله کاروبارونه کمزوري شوي او آن خپل لګښتونه هم نه پوره کوي.

هغه وايي په دې ولایت کې طالبانو د ږیرې پر هر ډول جوړېدو بندیز لګولی دی او دوی ته یې سپارښتنه کړې ده چې په هېڅ صورت دې د مخ ویښتان نه جوړوي.

دی وايي چې هره اونۍ په دې ولایت کې د امربالمعروف کارکوونکي د سرغړونو په تور په لسګونه سلمانیان تړي.

د سمیع الله په وینا چې د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکو د دوامدارې څارنې له امله د دوی مشتریان زیات کم شوي دي او مشتریان نه غواړي چې د دوی تر څار لاندې ویښتان جوړ کړي.

هغه زیاتوي: «ټوله ورځ په ارزګان کې په سلمانیو کې د امربالمعروف کارکوونکي ګرځي. که عادي هم څوک د ږیرې جوړېدو هڅه وکړي، دوی یې کاري ځایونه ورته تړي. په اونۍ کې په دې چوک کې په سلګونه هټۍ چې د سلمانیو او حمامونو وي، د طالبانو له خوا تړل شوي دي. د طالبانو دغه لاسوهنې د دې لامل شوي چې زموږ کاروبارونه بیخي ۷۰ سلنه کم‌رنګ کړي.»

د ښځو کار ځايونه تصوير: اطلاعات روز ته ليږل شوی.

د طالبانو د د امر بالمعروف او نهې عن المنکر  محدودیتونه او د ژوند پر ازادیو اغېزې

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۱مه د طالبانو له لوري د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تر اعلان وروسته، د دغو محدودیتونو د پلي کولو لپاره د څارنې او کنټرول بهیر زیات پراخ شوی دی.

په سویلي حوزه کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له لوري د ښځو او نجونو پر جامو، حجاب او عامه حضور محدودیتونه لګول شوي دي.

د زابل یو اوسېدونکی سردارشاه وايي چې له ښځو غوښتل کېږي چې د طالبانو د ټاکلو معیارونو مطابق حجاب مراعات کړي او په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي. د دغو مقرراتو د نه مراعاتولو په تور د ښځو د رټلو، ګواښلو او نیولو پروسه ترسره کېږي.

دی وايي چې په زابل ولایت کې د ښځو پر تګ راتګ هم محدودیتونه لګول شوي دي. د نارینه محرم پرته پر اوږده سفر د ښځو محدودول او د حجاب د مراعاتولو په اړه سختې لارښوونې د دوی پر ورځني ژوند اغېز کوي.

د هغه په وینا چې د زابل ترڅنګ د دې حوزې په نورو ولایتونو کې ښځې او نجونې له پارکونو، ورزشي مرکزونو او ځینو تفریحي ځایونو څخه منع شوې دي او په عامه فعالیتونو کې د ښځو پر ګډون، له نارینه‌وو سره پر ګډ کار او په ځینو رسنیزو فعالیتونو کې پر حضور هم محدودیتونه موجود دي.

سردارشاه وايي د طالبانو د امربالمعروف مقررات یوازې ښځو ته نه، بلکې نارینه‌وو ته هم زیات دي او په خبره یې چې د لمانځه په برخه کې هم پر نارینه‌وو د جماعت د لمانځه د ادا کولو په اړه ټینګار کېږي او خلک په زور اړ کېږي چې جماعتونو ته ولاړ شي.

د موسیقۍ او تفریحي فعالیتونو محدودول

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر  د کارکوونکو له خوا په دې حوزه کې د موسیقۍ پر غږولو او اورېدو هم سخت محدودیتونه لګول شوي.

د کندهار یو بل اوسېدونکی اختر محمد وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر  د کارکوونکو له خوا د موسیقۍ وسایل څو ځله راټول کړي او له منځه یې وړي دي.

هغه وویل: «په تفریحي ځایونو کې سخت بندیزونه دي، د موسیقۍ اورېدل مطلق منع اعلان شوي دي. ډېر ځله هغه آلې د ځوانانو څخه راټولې شوي دي چې موسیقي ورباندې اورېدل کېږي. ډېر ځوانان د موسیقۍ د اورېدو په تور نیول شوي او زنداني شوي دي.»

د طالبانو له‌خوا د موسیقۍ د آلو سوځول تصوير:ټولنيزي رسنۍ

پایله

په سویلي حوزه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر  د محدودیتونو دوام د خلکو پر ورځني ژوند، شخصي ازادیو، ټولنیزو اړیکو او اقتصادي فعالیتونو منفي اغېزې کړې دي.

د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، د خوښیو په مراسمو کې د موسیقۍ، د ودونو د موټرو د سینګار او نورو دودیزو مراسمو محدودول، په بازارونو کې د ښځو پر تګ راتګ او پېر او پلور بندیزونه او د سلمانیو د فعالیتونو په اړه سختې لارښوونې د دې لامل شوي چې خلک له خپلو عادي ورځنیو چارو او دودونو څخه په ازاده توګه ګټه وانه‌خلي.

د دغو ولایتونو ځینې اوسېدونکي وايي چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر  د کارکوونکو دوامداره څارنه او په شخصي چارو کې مداخله نه یوازې د خلکو د خوښیو فضا محدوده کړې، بلکې د هټۍ‌والو، سلمانیانو او نورو کسبګرو پر کار او عاید یې هم منفي اغېز کړی دی.

د دوی په وینا، د مشتریانو پر تګ راتګ محدودیتونه او د سرغړونو په تور د دوکانونو تړل کېدل د ځینو کاروبارونو د کمزوري کېدو لامل شوي دي.

په ورته وخت کې، د ښځو او نجونو پر حجاب، تګ راتګ، تفریحي فعالیتونو او عامه حضور محدودیتونه، پر نارینه‌وو د ږیرې او ظاهري بڼې په اړه د مقرراتو پلي کول او د موسیقۍ د اورېدو او غږولو مخنیوی د سیمې د اوسېدونکو د شخصي او ټولنیز ژوند پر بېلابېلو برخو اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د سویلي حوزې یو شمېر اوسېدونکي د دغو محدودیتونو له امله خپل ورځنی ژوند له ستونزو ډک بولي او وايي چې د مقرراتو د پلي کولو څرنګوالي د دوی پر اقتصادي وضعیت، ټولنیزو اړیکو او دودیزو مراسمو اغېز کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته