د اروپايي ټولنې استازی: د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د اړیکو عادي کېدو پر وړاندې خنډ دي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلیسن کابل ته د خپل سفر په پای کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه «د اړیکو عادي کېدو پر وړاندې یو له مهمو خنډونو څخه دي».

نوموړي د دغه سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو، د ډیپلوماټیکې ټولنې له غړو، د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د مدني ټولنې له فعالانو سره لیدنې کړې دي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ټولو خبرو اترو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړي ډول څېړل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، فریلیسن د طالبانو له استازو سره په خبرو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو په اړه د اروپايي ټولنې جدي اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه محدودیتونه د اړیکو عادي کېدو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي.

طالبانو د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو سخت محدودیتونه لګولي دي. دې ډلې ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه محرومې کړې او د جامو د اغوستلو له امله یې هم نیسي.

په تېرو پنځو کلونو کې، سره له دې چې نړیوالې ټولنې د ښځو او نجونو پر حقونو د درناوي غوښتنه کړې، د طالبانو محدودیتونه لا سخت شوي دي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ د خبرپاڼې په دوام کې راغلي، چې توماس فریلیسن د طالبانو له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د ترهګرو ډلو د دوامدار حضور او له پولو هاخوا د هغوی د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې په وینا یې، د داعش د خراسان څانګه هم پکې شامله ده. هغه خبرداری ورکړی، چې د دغو ډلو فعالیتونه د سیمې او ان له سیمې بهر د هېوادونو امنیت هم ګواښلی شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان باید د خپلو هغو ژمنو عملي کولو ته غاړه کېږدي، چې له مخې یې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد ونه کارول شي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې په نوم یادو هڅو هرکلی کړی، خو د کوکنارو د کښت د بیا زیاتېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه د زیانمنو شویو بزګرانو لپاره د بدیل او دوامدار معیشت د فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې د دې ټولنې ځانګړي استازي د سیمې د هېوادونو له استازو سره په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو پر بیا پیل ټینګار کړی، څو د دواړو لورو امنیتي اندېښنو ته رسېدنه وشي.

فریلیسن یو ځل بیا د دوحې له بهیر څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ څرګند کړی دی. دغه بهیر د ملګرو ملتونو په مشرۍ له افغانستان سره د نړیوال تعامل لپاره پر مخ وړل کېږي.

هغه ویلي، چې په دغه بهیر کې د پرمختګ او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام لپاره د نړیوالې ټولنې همغږي او ګډ دریځ، او همدارنګه د افغانستان د واکمنو چارواکو رغنده ګډون اړین دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې په دې برخه کې پرمختګ د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره پر عملي چلند پورې تړلی دی. هغه د ټول‌شموله حکومتولۍ پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

دغه اروپايي چارواکي زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره د مشخصو اصولو، عملي اقداماتو او د افغانانو اړتیاوو ته د پاملرنې پر بنسټ خپل تعامل ته دوام ورکړي.

فریلیسن د طالبانو له چارواکو او نړیوالو شریکانو سره په خبرو کې د اقلیمي بدلونونو په اړه هم بحث کړی او غوښتنه یې کړې، چې د اقلیمي بدلونونو اړوند پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي، څو د دغو بدلونونو د احتمالي زیانونو مخه ونیول شي یا یې اغېزې کمې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته