په مسکو کې د طالبانو سفیر، ګل حسن، پاکستان د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د ګواښ سرچینه بللې ده؛ په داسې حال کې چې اسلاماباد وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د پاکستان امنیت ګواښي.
ګل حسن په مسکو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه د امنیتي غونډې پر مهال ادعا کړې، چې پاکستان د طالبانو له مخالفانو ملاتړ کوي او د داعش ډلې فعالیتونو ته زمینه برابروي.
هغه ویلي، پاکستان د افغانستان د پخواني حکومت نظامیان او د داعش زرګونه جنګیالي په بلوچستان کې وسلهوال کړي او ځای پر ځای کړي دي.
دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې سپوږمکۍ انځورونه په پاکستان کې د تریاکو کښت ښيي.
طالبانو تر دې مخکې هم پاکستان د دې ډلې د مخالفانو پر ملاتړ تورن کړی و، خو پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې ناسمې بللې دي.
له بلې خوا، پاکستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د پاکستاني ډلو پر ملاتړ تورنوي او وايي، له افغانستان څخه باید د ترهګرۍ د صادرېدو مخه ونیول شي. طالبان بیا په افغانستان کې د بهرنیو ډلو شتون ردوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، خبرداری ورکړی چې «که د افغانستان د طالبانو رژیم د هغو ترهګرو پر ضد اقدام ونه کړي چې د دغه هېواد له خاورې فعالیت کوي، بالاخره به له پایلو سره مخ شي».
په پاکستان کې د ناامنۍ او د اسلاماباد د هغو ادعاوو له امله چې ګواکې پاکستاني ډلې د افغانستان له خاورې کار اخلي، د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. د تېر کال راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې تړل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري درېدلې ده.
پاکستان د افغانستان پر سرحدي ولایتونو هوايي بریدونه کوي او وايي، هدف یې د هغو سیمو په نښه کول دي چې د ترهګرو پټنځایونه ګڼل کېږي. د طالبانو او ملګرو ملتونو په وینا، په دغو بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
طالبانو د دغو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي او د تېر کال راهیسې د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې څو ځله نښتې شوې دي.
