له کندهار څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د سنګنګار په سیمه کې درې ماشومان د اوبو یوې ژورې څاه ته لوېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
سرچینه وايي، دغه پېښه نن (جمعه، د تلې ۲۴مه) رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، په دې پېښه کې د دادالله په نوم ۹ کلن هلک، د هبتالله په نوم ۸ کلن هلک او د فرضیې په نوم ۶ کلنه نجلۍ مړه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوي ماشومان د خیرالله په نوم د یوه بزګر اولادونه وو او اصلي د زابل ولایت اوسېدونکي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په سویلي حوزه کې سلګونه ماشومان ژورو څاګانو او برمو ته لوېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
