د کندوز ولایت د دشتآبدان په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
په کندوز کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې دغه پېښه نن (جمعه، د تلې ۲۴مه) د امامصاحب ولسوالۍ پر عمومي سړک د دوو موټرو، فورنر او کرولا، د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ د پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي او سلګونه نور ټپیانوي. د ډېری دغو پېښو لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د ترافیکي نښو نشتوالی او د سړکونو خرابوالی بلل کېږي.
د څو لسیزو جګړو او پانګونې د نشتوالي له امله د افغانستان سړکونه غیرمعیاري او خامه دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو اداره وايي، چې د افغانستان ۹۲.۶ سلنه سړکونه خامه دي.
