وروسته له هغې چې حوثیانو د سعودي عربستان د یوې پوځي چورلکې د نسکورولو ادعا وکړه، سعودي عربستان هم د چورلکې لوېدل تایید کړي، خو لامل یې تخنیکي ستونزه بللې ده.
د یمن د حوثیانو ویاند یحیی سریع نن سهار (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د حوثیانو ځواکونو د سعودي عربستان یوه پوځي چورلکه نسکوره کړې ده.
سریع ویلي چې د سعودي عربستان یوه اپاچي چورلکه د نجران په ساحلي سیمه کې د پولې په اوږدو کې د «دښمنانه اقداماتو» د ترسره کولو پر مهال، د مناسبو وسلو په کارولو سره نسکوره شوې ده.
په ورته وخت کې، د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ویاند ترکی المالکي هم د چورلکې لوېدل تایید کړي دي.
المالکي په ایکس کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د ملي ګارد وزارت اړوند یوه اېاېچ-۶آی کشفي چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله د سعودي عربستان په خاوره کې د نجران په سیمه کې لوېدلې ده.»
المالکي زیاته کړې چې په دې پېښه کې د چورلکې دواړه پیلوټان وژل شوي دي.
د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ نښتې سختې شوې دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سعودي عربستان د یمن پر خاوره لږ تر لږه ۵۳ هوايي بریدونه کړي دي. حوثیان وايي چې په دغو بریدونو کې د درېیو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.
همداراز، یحیی سریع ویلي چې تېره شپه د سعودي عربستان څلور بېپیلوټه الوتکې، چې غوښتل یې پر یمن بریدونه وکړي، نسکورې شوې دي.
په ورته وخت کې، سعودي عربستان هم د حوثیانو د څو بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی چې د ریاض، صعدې او خمیس مشیط پر لور توغول شوې وې.
حوثیانو په تېره یوه میاشت کې د سعودي عربستان د دوو اف-۱۵ جنګي الوتکو د نسکورولو ادعا هم کړې ده. که څه هم حوثیانو د دغو بریدونو انځورونه خپاره کړي، خو سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
