وروسته له هغې چې د پاکستان او ایران ترمنځ سرحدي لارې وتړل شوې، د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت اعلان کړی چې د امنیتي اندېښنو او قاچاق د مخنیوي لپاره یې خپلې پولې تړلې دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» نن (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) په یوه راپور کې د بلوچستان ایالتي حکومت د ویاند شاهد رند له قوله لیکلي چې د ګبد ـ ریمدان او تفتان دواړه رسمي سرحدي لارې تړل شوې دي.
شاهد رند ویلي چې د دغو لارو د تړلو موخه د امنیتي اندېښنو حل، د قاچاق مخنیوی او د سرحدي مدیریت د سیستم اغېزمنتیا زیاتول دي.
هغه ټینګار کړی چې «دا اقدام د پولې دواړو غاړو ته د امنیتي وضعیت او اداري چارو د ښه کولو لپاره اړین و».
رند زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي د ستونزو د حل لپاره په اړیکه کې دي او ښايي سرحدي لارې ډېر ژر بېرته پرانیستل شي.
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د سرحدي لارو د فعالیتونو درول موقتي بللي او لامل یې تخنیکي ستونزې یادې کړې دي.
هغه ویلي چې تهران او اسلاماباد د ستونزې د حل او د عادي فعالیتونو د بېرته پیلولو لپاره خبرې کوي.
د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم له سوداګرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې له ایران سره د وارداتو او صادراتو نوي فرمایشونه ودروي.
د مایع ګاز، وریجو، مېوو او نورو اړینو توکو سلګونه باروړونکي موټر د پولې دواړو غاړو ته درېدلي دي. هره ورځ له ګبد ـ ریمدان لارې پاکستان ته له څلور زره ټنو ډېر مایع ګاز واردېده.
سوداګرو خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام د مایع ګاز د کمښت، د بیو د لوړېدو او پراخو اقتصادي زیانونو لامل کېدای شي.
