د طالبانو د عامې روغتیا وزیر له روسیې د روغتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي له یوه روسي پلاوي سره په لیدنه کې د روغتیا په برخه کې، په ځانګړي ډول د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې، د روسیې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبه، د تلې ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جلالي په کابل کې د روسیې له یوه پلاوي او د دغه هېواد د سفارت له استازو سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو وزیر او روسي پلاوي د «روغتیا په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د سرطان او د زړه او رګونو ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو» خبرې کړې دي.

نورجلال جلالي د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه کولو لپاره د مسلکي او متخصصو کارکوونکو د روزنې پر اهمیت ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د «تجربو، تخصصي پوهې او مهارتونو د تبادلې» غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې روسي پلاوي د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره «چمتووالی او ملاتړ» څرګند کړی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له پیل وروسته، طالبانو د درملو او روغتیايي اړتیاوو د برابرولو لپاره د سیمې څو هېوادونو ته مخه کړې ده. له دې ډلې، د روسیې «فارماسنتیز» درمل جوړولو شرکت له دې ډلې سره همکارۍ ته چمتو شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته