د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هیواد کې د نري رنځ نږدې پنځوس زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا شمېره د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۵.۵ سلنه کموالی ښيي.
په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايت لپاره د نري رنځ مسوول ډاکټر محمد اعظم وايي، په ارګون، وازيخوا او خيرکوټ ولسواليو کې زياتره کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي دي.
د کندهار د عامي ریاست مسوولین وایي، تېرکال ته په کتو سږکال د ناروغانو په شمېر کې لس سلنه ډیروالی راغلی چي لامل یې د ولسوالیو او ښار تر منځ د غځېدلو لارو خلاصون بلل کېږي.