close

د ملګرو ملتونو ښځينه برخه: د افغان ښځو د غږ اورېدلو فضا دې جوړه شي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځينه برخې د څو اړخيزې او ډيپلوماسۍ نړيوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د غږ اورېدو لپاره د فضا رامنځته کېدو غوښتنه کړې.

دې دفتر نن (چهارشنبه، ۵ د غويي) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي: «د سولې لپاره د څو اړخيزې او ډيپلوماسۍ په نړيوالې ورځې موږ له هر څو اړخيز لوبغاړي څخه غواړو چې داسې فضاوې دې ايجاد کړي چې وکولای شي د افغان ښځو [غږ] مستقيما واوري.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه برخې همدا راز د ښځينه رهبرانو د مالي ملاتړ او بوختياوو او د دې قشر لپاره د خدماتو وړاندې کولو غوښتنه هم کړې.

افغان ښځې د طالبانو تر راتګ وروسته له سختو محدوديتونو سره مخ دي. اوس مهال په دې هيواد کې ښځې او نجونې له کار، تحصيل او ازاد تګ-راتګ څخه بې برخې دي.

د بشري حقونو بنسټونه د ښځو پر وړاندې د طالبانو سياستونه جنسيتي اپارتايډ بولي.

د تېرو دریو کلونو پر مهال د طالبانو د محدوديتونو پر وړاندې د ښځو يو شمېر خوځښتونو اعتراضونه کړي دي. طالبانو دا اعتراضونه په شدت سره ځپلي او معترضينې يې نيولې او زنداني کړې دي.