اطلاعات روز: ځایي سرچینې او د طالبانو سیمه ییز مسوولین خبر ورکوي، چې په نیمروز، ننګرهار او فراه ولایتونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۵ تنه اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
نيمروز کې يوې ځايي سرچينې وویل، چې تېره ورځ (سېشنبه، ۴ د غویي) د دې ولایت د چغانسوري ولسوالۍ اړوند «شاه بزرګ» سیمه کې دوه ماشومان د اوبو په یو کانال کې ډوب شوي.
سرچینه زیاتوي، د دغو ماشومانو عمرونه درې او ۴ کلونو ته رسیدل، چې په یاده سیمه کې د اوبو یو کانال ته لویدي او مړه شوي دي.
ورته مهال فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې یوه شپږ کلنه نجلۍ د سیلاب په اوبو کې ډوبه او مړه شوې ده.
ځایي سرچینې د پورته دواړو پیښو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
دغه راز ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې تېره ورځ د دې ولایت په مهمندرې او بټي کوټ ولسوالیو کې دوه تنه اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
نوموړی وایي، چې د مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ماشوم اوبو ډوب کړی چې جسد یې طالب پولیسو د یادې ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړی، خو په خبره یې چې تر اوسه یې د کورنۍ غړي نه دي موندل شوي.
هغه زیاتوي، چې په پټي کوټ ولسوالۍ کې هم یو کس اوبو ډوب کړی او جسد یې بیا د لعلپورې ولسوالۍ په مرپوطاتو کې موندل شوی دی.
زابلي د دې پیښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وایي، چې د یاد کس جسد طالب پولیسو د ځايي خلکو په ملتیا له اوبو را ویستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د تېرې دوشنبې په ورځ هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو ځوان د اوبو په یو ډنډ کې د لامبو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د هیواد په ډیری سیمو کې دا ډول پیښې د ګرمۍ پر مهال رامنځته کېږي، چې ډیری قربانیان یې ځوانان او ماشومان وي.