close

فراه کې د یوې کورنۍ درې غړو «زهر» خوړلي

اطلاعات روز: فراه کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړو زهر خوړلي چې له کبله یې یو تن مړ او دوه نور روغتون ته انتقال شوي.

د پشتکوه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي عبدالناصر نوراني وایي، چې پیښه نن (چهارشنبه، ۵ غویي) د دې ولسوالۍ په «ملا اباد» کلي کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې د زهرو خوړو له کبله د یادې کورنۍ یو ماشوم هلک مړ او یوه ماشومه نجلۍ او یوه ښځه روغتون ته انتقال شوي، چې ډاکټرانو یې روغتیایي حالت د اندیښنې وړ بللی دی.

د زهر خوړلو د یادې پیښې علت نه دی معلوم، خو د پشتکوه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وایي، چې په دې اړه یې خپلې څیړنې روانې کړي دي.

هیواد کې فقر، بې کاري او کورنی تاوتریخوالی ډیر کله د داسې پيښو لامل بلل کېږي.