close

ايران او پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو شتون د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ دی

اطلاعات روز: د ايران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزير د يوې ګډې اعلاميې له لارې په افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو شتون د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ بللی دی.

دا اعلاميه نن (چهارشنبه، ۵ د غوايي) اسلام اباد ته د ايران د ولسمشر ابراهيم رييسي د سفر په پای کې خپره شوې ده.

رييسي او شهباز شريف په دې اعلاميه کې د يوه سولييز، متحد، خپلواک او د تروريزم او نشيي توکو د قاچاق له ګواښ څخه د خلاص افغانستان لپاره پر خپلو ژمنو ټينګار کړی دی.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو شتون د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ دی.

د ايران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزير له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنيت په برخه کې او همدا راز د ترهګرۍ پر خلاف د متحدې جبهې د را منځ ته کولو په موخه د همکاريو د پياوړتيا لپاره پر خپلو تملاياتو ټينګار کړی دی.

د ترهګرو ډلو فعاليت د سيمې او نړۍ د ډېری هيوادونو لپاره يوه اندېښنه ده. طالبان ټينګار کوي چې په افغانستان کې هيڅ داسې ډله نشته او د دې هيواد خاوره د بل هيڅ هيواد لپاره ګواښ نه ده.

د ايران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزير په اعلاميه کې زياته کړې چې د افغانستان حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري خو فکر کوي چې «په بنسټيزو پرېکړو کې د افغانستان د ټولو قشرونو زيات ګډون په دې هيواد کې سوله او ثبات پياوړي کوي».

داسې ښکاري چې دا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو لور ته اشاره ده او پر همدې ټينګار کوي.

اوس مهال طالبانو يوازې د خپلو غړو په ګډون يو حکومت را منځ ته کړی چې هيڅ هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلی.

هيوادونه ټينګار کوي چې طالبان بايد د افغانستان د ټولو قومونو او سياسي ډلو په ګډون يو حکومت جوړ کړي، خو طالبان داسې يوه غوښتنه لاسوهنه ګڼي او له پامه يې غورځوي.