close

د ثور اتمه؛ د «ملي مقاومت جبهه»: «آزادي غوښتونکي» ځواکونه دې د طالبانو پر وړاندې واحده جبهه جوړه کړي

اطلاعات روز: د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» د غویي/ثور د اتمې یا د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ د کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې د طالبانو د مخالفینو د یووالي غوښتنه کړې.

مجاهدین له ۱۴ کلنې جګړې وروسته د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه کابل ته ننوتل او په دې توګه یې د پخواني ولسمشر نجیب الله حکومت چې د شوروي اتحاد له ملاتړ څخه برخمن و، ړنګ کړ.

د مجاهدینو په بریا او د نجیب الله د حکومت له نسکوریدو سره افغانستان په یوه خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکیل شو.

د «افغانستان ملي مقاومت جبهه» د ثور اتمه د افغانستان او د هېواد خلکو لپاره د وياړ ورځ بولي او مبارکي ورکوي.

د دغې جبهې په اعلاميه کې راغلي: «د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو او د هغه د داخلي اجنټانو د يرغل، نيواک او تیري پر وړاندې د افغانانو جهاد او مقاومت د نړۍ د ازادۍ د مبارزو په تاريخ کې بې ساری پاڅون و.»

د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» ویلي، چې د افغانستان خلک یو ځل بیا له یوه ترخه تاریخي امتحان سره مخ شوي او دا هیواد اوس د طالبانو او ترهګرو ډلو له خوا اشغال شوی دی.

د دې جبهې په اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو ظلم، بې عدالتي، تاوتريخوالي او استبداد هېواد «د ښاروندو لپاره په لوی زندان بدل کړی دی».

دې جبهې له ټولو «آزادي غوښتونکو او راتلونکي ته هیله مند» ځواکونو څخه غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې یوه واحده جبهه پیاوړې کړي او د «خلکو او راتلونکو نسلونو» پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.

د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې «په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې خپل غیر مسوولانه او خوشاله کوونکي سیاستونو ته د پای ټکی کېږدي او د نړیوال تروریزم د ځپلو په جبهه کې دې د افغانستان ازادي غوښتونکو، خیرخواه او سوله غوښتونکو خلکو ترڅنګ ودریږي.»

دغې جبهې ویلي، چې طالبانو افغانستان د سیمه ییز او نړیوال امنیت پر وړاندې د ترهګرو ډلو پر خوندي ځاله بدل کړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د ١٣٧١ لمريز کال د ثور اتمه د افغان ملت د بريا او ازادۍ ورځ بللې او ویلي یې دي چې د دې ورځې درناوى کوي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان له شل کلنې جګړې وروسته له «بل اشغال» څخه خلاص شوی او اوس په دغه هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی.

مجاهد ویلي: اسلامي امارت به خپله ټوله هڅه کوي چې د دې ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره بیا ضایع نه شي او په هیواد کې د شهیدانو ارمان اسلامي نظام په بشپړه توګه نافذ وي.»