close
انځور: خواله رسنۍ

د طالبانو له لوري د دولتي دندو انحصار فراه کې لوستي ځوانان ناهیلي کړي

په فراه ولایت کې یو شمیر لوستي ځوانان شکایت کوي، چې د کاري او تحصیلي اسنادو د لرلو سره سره د شته کاري فرصتونو څخه بې برخې او ادعا کوي، چې په دې ولایت کې د طالبانو د اداري اصلاحاتو له لوري د استخدام پروسې معیارونه شاته غورځول شوي او یوازې د طالبانو غړو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

دغه ځوانان زیاتوي، چې د طالبانو په حکومتي ادارو کې کار اهل کار ته نه سپارل کېږي او د خپلوي پاللو ترڅنګ د هغه کس تحصیلي اسنادو ته لومړیتوب ورکول چې دینې زده کړې یې کړې وي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته زیات شمیر داخلي او نړیوالو موسېساتو خپل فعالیتونه درولي او یو شمیر یې بیا د د دغې ډلې د بندیزونو له کبله خپل فعالیتونه ځنډولي، چې له کبله یې هیواد کې د بې کارۍ کچه زیاته شوې ده.

د فراه د مرکز چهارباغ سیمې اوسیدونکی ۲۸ کلن امین الله چې اته میاشتې مخکې په دې ولایت کې د ژغورنې نړیوالې موسېسې له لوري د یو محلي ټولګي د استاد په توګه ګمارل شوی و وایي، چې پر محلي ټولګیو د طالبانو د بندیز له کبله د ده په ګډون دغلته تر سلو زیات لوستي ځوانان بې کاره شوي دي.

 نوموړی زیاتوي، چې تر ۸ میاشتو هڅو وروسته لاهم نه دی توانیدلی چې دنده پیدا کړي، ځکه په خبره یې چې د دندې په ترلاسه کولو کې زیات ارزښت هغه چاته ورکول کېږي، چې دینې زده کړې یې کړې وي.  

د امین الله په خبره، چې دا مهال د ده په ګډون سلګونه لوستي ځوانان بې کاره او د اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې یو شمیر یې له کبله په رواني ناروغیو اخته شوي دي.  

نصیراحمد چې د فراه ښار د شپږمۍ ناحیې اوسیدونکۍ دی د جلال اباد د زراعت پوهنځۍ څخه په لوړو نومرو فارغه شوی، خو په خبره یې چې د دوو کلنو د هڅو باوجود یې دنده نه ده پیدا کړې، نوموړۍ وایي چې په دې ولایت کې مسلکي ځوانانو پر ځای اوس اداراتو کې اولیت د دیني زده کړو اسناد لرونکو ته ورکول کیږي او د امتحاناتو پروسه شفافیت نه لري.

د فراه ښار د شپږمې ناحیې اوسیدونکی نصیر احمد چې دوه کاله وړاندې د ننګرهار پوهنتون له زراعت پوهنځي څخه په لوړو نمرو فارغ شوی، وایي چې د طالبانو د ګمارنې په پروسه کې نه شفافیت او د مسلکي کسانو پرځای د «ملایانو» ګمارلو د دندې په پیدا کیدو کې ناکام کړی دی.

نوموړي وویل: «د پخوا په څیر بستونه نه اعلانیږي، که اعلان هم شي، مسلکي خلک نه ورته ګمارل کېږي، هغه څوک ګمارل کېږي چې په دیني زده کړو کې اسناد ولري او یا د امارت غړی وي، په اوس وخت کې دولتي بستونو ته د امتحان له لارې تګ ناممکنه شوی.»

د طالبانو تر واکمنیدو وړاندې دولتي بستونو ته کمپیوټري ازموینه اخیستل کیده چې شفافیت یې زیات و. انځور: خواله رسنۍ

د فراه لوستي ځوانان دغه راز ادعا کوي، چې په دې ولایت کې د طالبانو د اداري اصلاحاتو ادارې فعالیتونه په هیڅ حساب دي او د تېر جمهوري نظام په څیر د وړ کسانو د ګمارنې په موخه ډله ییزې کانکوري او کمپیوټري ازموینې نه اخیستل کېږي او د هرې ادارې طالب مسوولین له وړتیا پرته په خپله خوښه خپل کسان په دندو ګماري.

د فراه ښار اوسیدونکی احمدضیا چې درې کاله وړاندې د کندهار د اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی او اوس د سړک په غاړه د سبزیو هټې لري، وایي، تېر جمهوریت کې یو ځل دولتي دندې ته بریالی شوی و، خو د «بډې» نه ورکولو له کبله پاتې شو او اوس چې نه دیني اسناد لري او نه هم د طالبانو سره اړیکې، نو نه شي کولای چې یو دولتي بست ته لار پیدا کړي.

 هغه وویل: «پنځه ځله مې دولتي بستونو ته امتحان ورکړی دی، شفافیت نشته، د ښه امتحان ورکولو باوجود داسې څوک مقرر شوی وي چې حتا له ښوونځي هم فارغ نه وي، په اوس وخت کې مسلکي اسنادو ته هیڅ ترجیح نه ورکول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر شاوخوا له ۵۱ زره طالبانو څخه د لیسانس او ماسټرۍ سندونو د ویش په موخه ازموینه اخیستل شوې څو وکولای شي د دغه سندونو پرمټ په دولتي ادارو کې په دندو وګمارل شي.

د فراه ښار د دوهمې ناحیې اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، زده کړې یې په هند کې د ماسټرۍ تر کچې کړي، وایي چې د دې ډول اسنادو ویش د هغو ځوانانو لپاره د کار فرصت سخت کړی چې په حقیقي ډول یې په ډیر زیار او هڅو عصري زده کړې کړي او دا ډول اسانه د لیسانس او ماسټرۍ اسنادو وېش هغه ځوانان ناهیلي کوي، چې هغوی خواري کښلې او کلونه یې په نورو هیوادونو کې زده کړې کړي.

نوموړي وویل: «دا صرف یوه بهانه ده چې په اداراتو کې خپلو طالبانو ته لار پیدا کړي او د مسلکي کسانو چې هغوی کلونه زیار ایستلی وي لار سخته کړي.»

په فراه کې ځوانان وایي، په دې ولایت کې د ګمارنې په پروسه کې د دیني زده کړو سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي. انځور: خواله رسنۍ

همدارنګه یو شمیر ځوانان چې مخکې یې دولتي بستونو ته ازموینې ورکړي، وایي چې د مسلکي بست لپاره د مسلکي پوښتنو پرځای د دیني برخې پوښتنې راوړل کېږي، چې له امله یې زیات شمیر لوستي ځوانان له دندو پاتې شوي.

د خیبر (مستعار) په نوم یو ځوان چې دوې میاشتې مخکې یو دولتي بست ته بریالی شوی، د طالبانو د استخباراتو له لوري ورته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې او نه یې ورته علت روښانه کړې چې ولې اجازه نه ورکول کېږي.

هغه وویل: «تر بریالیتوب وروسته هم سخته پروسه ده، هر بریالی کس باید یو استعلام د فراه قومندانۍ، استخبارات، صحت عامه او مستوفیت ته یوسي، چې بیا د استخباراتو له لوري په دې کس پسې پلټنه کېږي، د مسجد تر ملا رانیولې د کلي تر مشره او کشره پورې د دې کس معلومات کېږي.»

د فراه ځوانان د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې په اداري بستونو کې د ځوانانو د ګمارنې په پروسه کې شفافیت رامنځته کړي، ترڅو کار اهل کار ته وسپارل شي او همدا راز لوستي ځوانان بهرنیو هیوادونو له تګ راوګرځي او خپل هیواد کې د خدمت ترڅنګ ځان او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

دغه راز په فراه ولایت کې د ځوانانو ترڅنګ زیات شمیر ښځې د بې کارۍ څخه شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو په راتګ سره د ښځو پر کار او زده کړو بندیز ډیری کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.