اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د کابل-جلال آباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ورښتونو له امله غر ښویېدلی، چې له امله یې څلور کسان مړه شوي دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، چې دغه پېښه نن (شنبه، ۸ د غويي) ماسپښین ۰۳:۳۰ بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د درونټې برېښنا بند ته څېرمه رامنځته شوې.
یوسفزی زیاتوي، چې د غره ښویېدنې په دې پښه کې یو ټوډي او یو الټو موټر د تیږو لاندې شوي، چې له امله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.
د ده په خبره، چې د غره ښويېدنې له امله د کابل-جلال آباد لویه لار د ترفیکو پرمخ تړل شوې وه، چې د طالبانو د قول اردو له لوري بېرته پرانیستل شوې.
ورته مهال د سیمې اوسیدونکی زبیر مومند وایي، چې یاده پیښه کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د پنځو ښځو په ګډون ٨ نارينه ټپيان دي.
بلخوا ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ هم د یادې پیښې په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د دې پیښې ټپيان د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي او روغتيايي وضيعت يې ډاکټرانو نازک بللی دی.
ډېری مهال د ورښتونو پر مهال د کابل-جلال آباد پر لویه لار سیلابونه راوځي او یا هم غره ښویېدنې رامنځته کېږي، چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوړي.