close
Photo: Afghanistan International

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار ومونده

اطلاعات روز: د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د «پلی آف» په پړاو کې د قرغیزستان لوبډلې ته پنځه پر درې ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.

د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ لوبه نن (یکشنبه، ۹ د غویي) په تایلنډ کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان لپاره امید قنبري ګول وکړ.  په دوهمه نیمايي کې د افغانستان له لوري څلور ګولونه ووهل شول، چې مهران غلامي دویم ګول وکړ، اکبر کاظمي او مهدي نوروزي بیا درې ګولونه وکړل.

په دې بریا سره افغانستان نړیوال جام ته لار پیدا کړه او تاریخ یې جوړ کړ.

افغانستان سږ کال د لومړي ځل لپاره د اسیا د ملتونو جام ته لار موندلې وه او د دې سیالیو په ګروپي پړاو کې یې له ایران څخه ۳-۱ ماتې وخوړه، له کویټ سره یې ۳-۳ مساوي کړه او له بحرین څخه یې ۳-۲ ماته وخوړه.  له دې سره د هېواد ملي لوبډلې د اتو اسيايي لوبډلو ته لار پيدا کړه، خو په دې پړاو کې يې د تاجکستان پر وړاندې دوه پر يوه ماتې وخوړه او د اسيايي هېوادونو له سياليو بهر شو او نړيوال جام ته يې په مستقیمه توګه لار ونه مونده.

د فوټسال ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام د افغانستان په ګډون د ۲۶ نړۍوالو لوبډلو ترمنځ د ازبکستان په کوربتوب ترسره کیږي، چې افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان په کې هغه لوبډلې دي چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله.