close

طالبان: په تېرو دریو ورځو کې بارانونو او سیلابونو اته تنه مړه کړي

اطلاعات روز: پېښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، هېواد کې په تېرو درېيو ورځو کې بارانونو او سېلابونو اته تنه مړه او درې نور يې ټپيان کړي دي.

د دغه وزارت ویاند جانان سایق نن (یکشنبه، ۹ د غویي) وویل، چې د غویي له شپږمې نېټې راهيسې په کندهار، نورستان، بادغيس، غور، ننګرهار، ميدان وردګ، هرات، سمنګان، پنجشير، لغمان، کونړ، بغلان، کندز، سرپل او پروان ولايتونو کې بارانونو او سيلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د هغه په ​​وينا، په يادو ولايتونو کې ١٤٠ د استوګنې کورونه په کلي او قسمي توګه ويجاړ شوي دي.  دغه راز سيلابونو شل جريبه کرنيزه ځمکه او شل کيلومتره سړک هم ويجاړ کړى دى.

پېښو ته د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په وروستیو بارانونو او سېلابونو کې شاوخوا ۳۰ څاروي هم تلف شوي دي.

افغانستان له کلونو وچکالۍ وروسته د سږ کال په پسرلي کې د سختو بارانونو شاهد دی. سختو بارانونو کورونه ویجاړ کړي او له امله یې ویجاړوونکي سیلابونه راوتلي دي.