close
انځور: خواله رسنۍ

خوست کې د يو ښوونځي ۱۰۰۰ زده کوونکي له کلونو راهيسې پر ډاګ زده کړې کوي

په خوست ولايت کې له عصري زده کړو سره د خلکو لېوالتيا زياته ده، خو د دغه ولايت په ځينو لېرې پرتو ولسواليو کې لاهم ګڼ دولتي ښوونځي د سرپناه او نورو امکاناتو له کموالي سره مخ دي.

باک د خوست له ګڼ نفوسه ولسوالیو څخه ده او زرګونه ماشومان بېلابېلو دولتي او خصوصي ښوونځیو ته ځي؛ په دغه ولسوالۍ کې د «منځي» په نوم متوسطه ښوونځی چې شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکي لري، له څو کلونو راهيسې ترشنه اسمان لاندې په سختو شرايطو کې زده کړې کوي.

د خوست ولايت لپاره د طالبانو پوهنې ریاست مسوولینو بيا ويلي، چې د نورو کلونو په پرتله د ښوونځيو ستونزو حل او د اړتياوو پوره کېدو لپاره پام زيات شوی دی.

منځي ښوونځی چې د خوست ولايت له پوهنې رياست سره په  (۳۲۱۰۰۰۰۰۳) کوډ ثبت دی، په ۱۳۹۲ کال کې له ابتدايه څخه ورته تر متوسطې ارتقاء ورکړل شوه، خو د سرپناه برخه کې يې لاهم ستونزو حل ته پام نه دی شوی.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ياد ښوونځي د سلګونه زده کوونکو په درلودلو سرپناه نه لري او زده کړې ورته تر شنه اسمان لاندې په خورا سختو شرايطو کې ورکول کيږي.

د باک ولسوالۍ د منځي سيمې ۳۵ کلن کريم الله دغه ښوونځي ته د سرپناه نه لرلو له امله د زده کوونکو پر ستونزو خبرې وکړې، هغه وويل د ګرمي پر مهال زده کوونکي په خوړ کې د ونو لاندې زده کړې کوي او کله چې هوا سړه وي، نو پاس بيا په هواره ځمکه ورته پرشونه هوار شوي وي.  

هغه زياتوي، چې د ښوونځي ښوونکي ورسره په شته امکاناتو تر خپلې وسې همکاري او د زده کړو بهير پرمخ وړي، خو نوموړی مسوولې ادارې ياد ښوونځي ته په نه پاملرنې پړ بولي او داسې وايي: «دغه ښوونځي ته چې مونږ شاګردان لېږو، له مجبوريته يې لېږو، ځکه د خلکو اقتصاد کمزوری دی او بل ځای د ترانسپورټ وس نه لري، کنه يو ماشوم باندې به هم چا دلته درس نه و ويلی، که دغه ښوونځي کې زده کوونکي ډېر نه وای نو مونږ هم ګيله نه کوله، له ښوونکو بېچاره ګانو خوښ يو تر خپله وسه ورسره خواري کوي، خو مسوولې ادارې ناغيړي کوي.»

په باک ولسوالۍ کې د منځي متوسطه ښوونځی چې زده کوونکي یې د ګرمۍ پر مهال په خوړ کې تر ونو لاندې درس ویلو ته مجبوریږي. انځور: خواله رسنۍ

په باک ولسوالۍ کې د باک عالي اورمړکړي لیسو په ګډون، د منځي، کوټکيو، شري، د بډۍ ملايانو منځني او ځينو نورو خصوصي ښوونځيو په درلودلو سره زرګونه زده کوونکو ته د ‌زده کړو زمينه برابره شوې، خو په دې ډله کې يې ځينې لاهم د سرپناه او نورو امکاناتو له کموالي سره مخ دي.

د يادې سيمې قومي مخور داوود لالی وايي، د دغه ښوونځي لپاره يې د ودانۍ غوښتنه بار بار په تېر او اوسني نظامونو کې کړې، خو له ژمنې پرته يې په منظورېدو برخه کې عملي اقدام نه دی شوی.

نوموړی زياتوي، چې د ښوونځي درسي او نور وسايل د ځای نشتوالي له امله د کلي د جومات په کوټه او د ملازم او سرمعلم په کورونو کې ساتل کېږي.

لالي وويل: «دا ښوونځی ډېر زيات شاګردان لري، خو په داسې وضعيت کې درس وايي، چې له ډېرو ستونزوسره مخ وي، په جمهوريت کې مو هم څو ځله له معارف ريیس غوښتنه کړې او اوس د طالبانو نظام کې هم، نو هر يو ژمنه کړې، خو د دې عمل جامه يې نه ده ور اغوستې، ستونزې دا دي چې د ښوونځي سامان پرشونه، چوکۍ او نور وسايل ټول وېشلي ساتل کېږي، جومات، د څوکيدار کور او نورو ځايونو کې.»

په باک ولسوالۍ کې د منځي متوسطه ښوونځي اداره. انځور: خواله رسنۍ

د یاد ښوونځي مسوولین هم د سرپناه نشتون لویه ستونزه یادوي او وايي، له همدې امله د زده کړو پرمهال بېلابېل خنډونه رامنځته کېږي.

د یاد ښوونځي مدیر سهیم پاچا بابکرخېل په خپل فیسبوک پاڼه دغه جدي ستونزه یاده کړې او لیکلي یې دي، چې د ګرمې موسم په رارسېدو ښايي د زده کړو پر وړاندې د نورو خنډونو ترڅنګ زده کوونکي په بېلابېلو ناروغیو هم اخته شي.

ښاغلي بابکرخېل زیاته کړې، چې د باک ولسوالۍ د پوهنې آمریت د سرپناه لپاره یې هڅې کړي، خو تر اوسه یې غوښتنو ته عملي رسېدنه نه ده شوې.

هغه د خوست ولایت لپاره د طالبانو له پوهنې ریاست مسوولینو او د باک ولسوالۍ له قومي مشرانو غوښتنه کړې چې د منځي ښوونځي لپاره د ځمکې په پیدا کولو او ورته د تعمیر په جوړولو کې همکاري وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د خوست ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست د چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو خو په اخیستو یې بریالي نه شوو، خو د دغه ریاست پر فیسبوک پاڼه په پوهنې برخه کې د ګڼو لاسته راوړنو او د شته ستونزو د هواري خبر ورکړی دی.

د خوست پوهنې ریاست کې د طالبانو د تدریسي مرستیال تر مشرۍ لاندې اداري ناسته. انځور: خوست کې د طالبانو د پوهنې ریاست

د پوهنې ریاست په خپله تازه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال خیروګل خیرخواه د ولسوالیو د ښوونځيو له مدیرانو او د انکشافي برخې له مسوولینو سره په ناسته کې د تعلیم چټک او باکیفیته پرمختګ او د څار لړۍ په چټک کېدو یې ټینګار کړی او د نوموړي له قول په کې راغلي چې پوهنې ریاست رهبري په ښوونیز بهیر کې په هیڅ صورت غفلت نه مني.

د خوست ولایت په مرکز او اړونده ولسوالیو کې سلګونه دولتي او خصوصي ښوونځي فعالیت لري، او د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ چې د ۷۰ په تعداد ښوونځیو ته لاهم ودانۍ نه دي جوړې شوي، چې زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې په سختو حالتو کې زده کړې کوي.